اړوند مطالب
-
خبرونه
دپاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف آلمان ته دخپل رسمي سفر په دوام کي نن دجرمني دبهرنيو چارووزير يوشکا فيشر او نورو چارواکو سره غونډی کوي ٠ داسرائيلو صدراعظم ارئيل شارون نن دفلسطيني اداری صدراعظم محمود عباس سره غونډه کي دمنځني ختيځ دسولی دهغه پلان دپلي کولو په هکله پرمختگ په اړه خبري کوي چی دسولی دلاره نقشه نومول شوی دی ٠ ايټاليا نن دراتلونکو شپږومياشتو لپاره داوروپايي اتحاديی دوره اي رياست په غاړه اخلي ٠