اړوند مطالب
-
خبرونه
دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو مرستيال وزير ريچارد ارميتاج چه دامريکا دوهم لوړ پوړۍ ديپلومات ګڼلکيږي درواني غويي مياشتي له پنځلسمي نيټي نه تريوويشتمي پوري دافغانستان هند او پاکستان ليدني کوي ٠ متحده ايالات وايي دعراق دپخواني رژيم څلور نو ر غړي هم نيول شوي دي ٠ په داسي حال کي چي په سلگونه زره شيعه مسلمانانو پرون په کربلاپه ديني مراسمو کي برخه واخيسته دبرتانيي صدراعظم توني بلير ددي هرکلۍ وکړ چي دعراق ولس دبيان آزادي ترلاسه کړي ده ٠ رپوټونه دفلسطيني مشر ياسر عرفات يو مرستيال په حواله وايي چي عرفات او دفلسطيني اداري لپاره غوره شوي صدراعظم محمود عباس دنوي کابيني دجوړولو په هکله له تنگ دريځ څخه وتلي دي ٠