د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

په ایران کې د اعدامونو لړۍ د بخښنې له فرهنګ سره په زیاتیدو ده


پردې سربېره چې د ايران دولت د اعدام د سزا څخه د جرايمو د مخ نيوي لپاره استفاده کوي او د دې سزا پلوي کوي خو دا هېواد په دې وروستيو کې د عفوه کوونکو او بخښونکو شاهد دی.

په دې وروستيو کې د وژل شويو کسانو کورنۍ قاتلينو ته عفو کوي.

ټاکل شوې وه چې د اپرېل د مياشتې په ۱۶مه د بلال د ژوند اخري ورځ وي.

بلال اووه کاله مخکې د يوه بل ځوان سره د لاس او ګرېوان کېدو وروسته هغه په چاقو وهلو وواژه.

وروسته له پيښې داسې وټاکل شوه چې؛ بلال په شمالي ولايت مازندران کې د وژل شوي د کورنۍ د غړيو له مخه اعدام شي.

خو د اعدام د سرته رسېدو څو شېبې مخکې د وژل شوي کس مور بلال وبخښی.

له هغه وروسته په ايران کې دا صحنه څو ځلي تکرار شوه او ايرانيان د داسې بخښنو او عفوو شاهدان دي.

هنرمندانو، د تلويزيون مشهورو څېرو او د بشري حقونو فعالينو له خلکو غوښتنه کوله چې؛ د هغو خلکو ژوند چې د اعدام له خطر سره مخامخ دی، وژغوري. رسنيو هم په خپلو خپرونو کې خلک ترحم ته هڅولي دي.

د بلال په قضيه کې د عادل فردوسپوري په نامه يوه مشهوره ايراني نطاق د میليونونو ليدونکو مخې ته د بلال په ګټه تبليغات کړي او د هغه لپاره يې د عفوي غوښتنه کړې وه.

د اصلاح طلب شرق ورځپاڼې د راپور پربنسټ، يوازې تېره هفته ۹ کسه چې په اعدام محکوم شوي وه، د وژل شويو کسانو د کورنيو له خوا وبخښل شول.

څېړونکې وايي چې؛ د اعدام پرضد يوه کمپاين په دې هکله خپل رول لوبولی دی خو پيسوهم خپل ښه رول درلودی.

د ځينو تورنوکسانو د مدافع وکېل عبدالصمد خرم شاهي چې د ايران يو مشهوره څارنوال دی وايي، هغه چې رسنۍ يې د ترحم يوه څپه بولي، په حقيقت کې تجارت دی.

د ايران د بشري حقونو د ادارې وياند محمد امير مقدم وايي، دا څرګنده نه ده چې څو ځلي عفوې د پيسو په بدل کې شوي دي. دی وايي:

″له يوې خوا له قصاص سره تړاو لرونکې اعدامونه زيات شوي دي او له بلې خوا د بخښنو کچه هم زياته شوې ده.″

مقدم زیاته کړه، په هغه کچه چې د ايران دولت غواړي د اعدام سزا پرمخ بوزي، هغومره يومتضاد دود را منځته شوی دی. مانا دا چې د رحم او بخښنې دود هم مخ پر وړاندې روان دی.

د اسلامي قانون پربنسټ چې په ايران کې عملي کېږي، د قاتل کورنۍ کولای شي د وژل شوي کس کورنۍ ته د فديې په ورکولو سره د قاتل ازادي واخلي.

په ايران کې د فديې رسمي کچه ۱۵۰ مليونه تومانه يا ۵۰ زره ډالره ده خو کېدای شي دا کچه تر دې هم لوړه وي.

د راپورونو له مخې، د بلال په قضيه کې د وژل شوي کس کورنۍ ۳۰۰ مليونه تومانه ترلاسه کړي دي.

ايرانی څارنوال عبدالصمد خرم شاهي وايي، د هغومعلوماتو پر بنسټ چې د ځينو قضيو څخه يې ترلاسه کړي دي، ډېرې قضيې د پيسو په بدل حليږي.

ده وويل چې؛ رسنۍ بايد خلک دې ته وهڅوي چې د عفوو په بدل کې ډېرې پيسې نه اخلي.

د ايران لوی څارنوال غلام حسېن محسني د اپرېل په مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ د مارچ د مياشتې په منځ کې په ايران کې ۳۵۸ خلک د عفوې د قانون له مخې بخښل شوي دي.

XS
SM
MD
LG