د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

م.م: ایران به د هر اړخیزې موافقې په خاطر خپل اټمي پروګرام کنګل کړي


ملګروملتو پرون یکشنبې وویل، چې ایران د نړۍ له شپږو قدرتو سره د موافقې له مخې، ترشل درجې د غني شویو یورانیمو زخیرې په بې ضرره یورانیمو بدلې کړي دي.

په شل درجې غني شوي یورانیم د اټمي وسلو په جوړولو کې کارول کیږي.

ملګرو ملتو ویلي، د ایران حکومت ژمنه کړې چې له نړېوالو قدرتو سره د هراړخیزې موافقې په خاطر به خپل جنجالي اټمي پروګرام کنګل کړي.

د ایران حکومت تیر کال په نومبرکې له نړېوالو قدرتو سره د دې موافقې پرمهال، تقریبا ۲۰۰ کیلو ګرام یورانیم درلودل چې ترشل درجې غني شوي وو.

دا مواد د یوې اټمي سرګلولې جوړلو لپاره کافي وو.

په ویانا کې مذاکره کونکو موافقه وکړه چې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه د یوې موافقې ضرب الاجل د روان کال د نومبر ترڅلرویشتمې تمدید کړي.

په جرمني کې د ایران د سیاسي چارو کارپوه مهران براتي ازادي راډیو ته وویل، چې د ایران د یورانیمو په اړه بحثونه دې ځای ته رسیدلي چې د تهران په اټمي بټۍ کې کار ورڅخه واخیستل شي:

″دواړه لوري وايي، چې یوې موافقې ته رسیدل او مذاکرو ته دوام ورکول غواړي، دا په دې معنی ده چې دواړه لوري لا هم چنې وهي.

دواړه به خپل دریځ بدل کړی خو ترهغې شیبې به هر یو د خپل دریځ پر سموالي ټینګار کوي.

په ایران کې مساله په خامنه یې پورې تړلې چې مذاکره کونکو ته دا حد وټاکي چې تر کومې اندازې وړاندې تګ کولای شي.″

د ایران حکومت ترډيرې مودې له نړېوالو د دې اجازې غوښتنه کوله چې په راتلونکو ۸ کلونوکې خپل اټمي پروګرام پراخ کړي او د خپلو اټمي سنټرفیوجونو شمېر ۱۹۰ زرو ته ورسوي.

ایران اوسمهال ۲۰ زره اټمي سنټرفیوجونه لري چې تر نیمايي زیات یې فعال دي.

ایراني چارواکو په وروستیو کې له دې سره علاقمندري څرګنده کړې چې د خپلو سنټرفیوجونو شمېرلس زرو ته را کم کړي خو د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري ویلي، دومره سنټرفیوجونه د ایران لپاره ډير زیات دي.

XS
SM
MD
LG