د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۴

خيبر ايجنسي: وسله والو ٨ پاکستاني سرتېري ووژل


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې چارواکي وايي؛ چې وسله والو د جمعې په ورځ سهار د دې ايجنسۍ په غونډي نومي سيمه کې پر پاکستانيو ځواکونو وسله وال بريد کړى؛ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٨ سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان د دولتي خبري اژانس اسوشيېټډ پريس اف پاکستان د راپور له مخې؛ په عصري وسلو سمبالو لسګونو وسله والو د خيبر ايجنسۍ د جمروډ سيمې په غونډي کې د پاکستان پر نيمه پوځيانو هغه مهال ډله ييز وسله وال بريد وکړ؛ چې دوى په سيمه کې د ګزمې په حال کې وو.

چارواکي وايي، چې په بريد کې د پوځيانو دوه موټرې هم په بشپړه توګه له منځه تللي او د پاکستانيو ځواکونو په ځوابي بريد کې ۴ وسله وال هم وژل شوي دي.

د خير ايجنسۍ د غونډي يو تن ځايي اوسېدونکي ګل عباس د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل؛ چې پر امنيتي ځواکونو تر بريد وروسته په سيمه کې تر ډېره پورې د درنو او سپکو وسله والو غږونه اورېدل کېدل:

" داسې کار و چې، په غونډي کې وسله والو د ملېشو په ګاډو حمله کړه؛ چې غونډ يې وسوځول او تقريباً تر يوه ساعت پورې مقابله شروع وه او د دواړو خواوو نه د درنو وسلو استعمال کېده."

ځايي چارواکي وايي، چې تر بريد وروسته سيمه محاصره کړي او تلاشي عمليات يې وکړل؛ چې په ترڅ کې يې تر لږه لږه درې مشکوک کسان ونيول.

په خيبر ايجنسۍ کې پر پاکستانيو نيمه پوځيانو دا بريد په داسې حال کې شوى؛ چې تېره مياشت هم په دې سيمه کې په درېیو بېلابېلو پېښو کې ٧ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو؛ چې وروسته بيا امنيتي چارواکيو په جمرود کې د لنډې مودې لپاره ګرځبنديز ولګاوه او تلاشي عمليات يې هم وکړل.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې تر هغې وروسته پر امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي؛ چې پاکستانيو ځواکونو د جون له ١٥مې نېټې راهيسې افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو سخت دريځه وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او تر دې دمه په کې د لسګونو وسله والو د اژلو ادعا کوي.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې په خيبر ايجنسۍ کې پر پاکستانيو ځواکونو د بريد په اړه د سيمه ييزو چارواکيو نظر هم له ځان سره ولري؛ خو په بيا پيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د يادونې وړ ده، چې تراوسه پورې لا کومې وسله والو ډلې د خيبر ايجنسۍ د وسله والو بريد مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG