د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

بارک اوباما د انتخاباتي لانجو د حل لپاره د افغان کاندیدانو هڅې وستایلې


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ کاندیدان د افغانستان د انتخاباتو د لانجې د حل لپاره د هڅو په خاطر وستایل.

ولسمشراوباما په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې که دواړه کاندیدان پرخپلو ژمنو عمل وکړي په افغانستان کې د قدرت سوله ییز انتقال به په بریالیتوب ترسره شي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه جلا بیان کې د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش د پیل هرکلی کړی.

ولسمشربارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان د انتخاباتي لانجې د حل لپاره د هڅو په خاطر وستایل.

ښاغلي اوباما پرون شپه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو بریا د روان کال په پای کې د نړېوالو د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو سره سره له یوه خپلواک، متحد او دیموکراتیک افغانستان سره د امریکا ژمنې په ډاګه کوي.

ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه چې؛ د جان کري په منځګړتوب موافقه یې ومنله:

مننه له افغانانو او د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو د هغو د جرئت په خاطر.

ما تېره اونۍ له دواړو سره خبرې وکړې. دوی موافقه وکړه چې د هر اړخیز او د نړېوالو ترڅارنې لاندې تفتیش نتایج به چې په ترڅ کې به یې ټولې رای پاڼې څېړل کېږي مني او د ملي یووالي یو حکومت به جوړوي.

اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بریالیتوب کې د افغان مشرانو او د امریکايي پوځیانو او ملکي پرسونل مننه وکړه او ویې ویل، که دواړه کاندیدان پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو په افغانستان کې به دا د قدرت لومړی ځل سوله ییز انتقال وي:

که دوی پر خپلو ژمنو ودرېږي نو افغانستان به د لومړي ځل لپاره په خپل تاریخ کې د قدرت د دیموکراتیک انتقال شاهد وي.

دا بدلون به دواړه کاندیدان چې د متحد افغانستان ګټې یې تر خپلو ګټو غوره وبللې، میلیونونه افغانان چې د رای ورکولو لپاره له ګواښونو ونه وېرېدل او زموږ د پوځیانو او ملکي کارکوونکو هڅې چې په دې برخه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې په یاد وساتي.

امریکايي چارواکو د دواړو کاندیدانو د موافقې له مخې د ټولو رایو د تفتیش د بهیر د پیل هرکلی هم کړی.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوبیان کې هیله ښودلې چې د تفتیش بهیربه په بشپړ دقت او بې طرفۍ سره وشي او په انتخاباتو کې د ګډونوالو میلیونونو افغانانو رایو ته به درناوی وشي.

په کابل کې د امریکا د سفارت بیان د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر جان کري څرګندونې نقل کړي چې وايي، متحدایالات به له کاندیدانو او افغان چارواکو سره ګډ کار وکړي څو دا یقیني شي چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د جولای د دولسمې توافق عملي شي.

XS
SM
MD
LG