د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

جان کري او شپږقدرتونه له ايران سره پر اټومي موضوع خبرې کوي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په ويانا کې دى چې له ايران سره پر اټومي مسئله د نړيوالو قدرتونو په روانو خبرو کې برخه واخلي.

په ويانا کې نننۍ کتنه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ شپږ قدرتونه او ايران د راتلونکې يکشنبې له ضرب الاجل سره مخامخ دي څو يوه موافقه نهايي کړي.

د دې موافقې هدف تهران د يورانيمو له زيات غني کولو راګرځول دي.

د خبرو عمده ټکي د يورانيمو پر غني کولو راڅرخي، ايران وايي د يورانيمو د غني کولو دغه پروسه يې يوازې د يورانيمو د سونګ مواد توليدلاى شي، خو ويل کېږي دغه پروسه د اټومي بم لپاره هم ضروري مواد برابرولاى شي.

يو عالي رتبه امريکايي چارواکى چې په ويانا کې يې په خبرو کې برخه درلوده پرون وويل، په خبرو کې يو څه پرمختګ شوى دى، خو ده وويل پر ځينو کليدي مسايلو ايران ”غير عملي او نامناسب“ دريځونه نيسي.

دغه امريکايي چارواکي د دغسې دريځ يوه بېلګه روانه اوونۍ د ايران د مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي خبرې يادې کړې، چې ويلي يې دي، ايران په پام کې لري چې په ډراماتيکه توګه د يورانيمو د غني کولو فعال سنټرفيوژونه له لسو زرو څخه يولک او ٩٠زرو ته زيات کړي.

نړيوال قدرتونه د تهران د اټومي فعاليت ډېر زيات کمېدل غواړي.

په ويانا کې دغه امريکايي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، دغه راز څرګنده کړه، که چېرې تر راتلونکې يکشنبې کومه موافقه ونه شوه، د امريکا کانګرس او ولسمشر به د ايران په وړاندې خپل دريځونه هغسې وساتي او دا څرګنده ده چې هر ډول انتخاب به په مخکې پروت وي.

دغه چارواکي د ازادۍ راډيو ايرانۍ څانګې، راډيو فردا ته وويل له کوم پام وړ پرمختګ پرته به دا ډېره ګرانه وي چې له ايران سره د جنيوا لنډمهاله موافقه بيا نوې شي.

پر اټومي مسئله د ايران مخکښ مرکچي عباس عراقچي پرون خبردارى ورکړ، که چېرې د لوېديځوالو تر حد زياتې غوښتنې د دغو خبرو د ناکامۍ سبب شي، تهران به له دغو خبرو تر شا شي.

ګڼ کارپوهان باوري دي که چېرې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري ونه توانېږي چې د ايران دريځ نرم کړي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته به پېشنهاد وکړي چې د راتلونکې يکشنبې ضرب الاجل تمديد کړي، تر هغه وخته پورې د ايران او شپږو قدرتونو ترمنځ د نومبر مياشتې لنډمهاله موافقه ختمېږي.

د نړۍ شپږ قدرتونه چې له ايران سره په مذاکرو بوخت دي، امريکا، روسيه، چين، بريتانيا، فرانسه او جرمني دي.

XS
SM
MD
LG