د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د روسیې او چین د استازو غیرحاضري د ویانا غونډه له ځنډ سره مخ کولای شي


داسې وېره شته چې، د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې د روسیې او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو نه ګډون به ښایي په دې اړه وروستی تړون له ځنډ سره مخامخ کړي.

اسوشیېټډ پرس خبري آژانس دغې ویرې ته په اشارې چې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران به ښایې په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام خبرو ته حاضر نه شي؛ هغه تمې لیرې بولي چې، د نړۍ شپږ قدرتونه دې وتوانیږي په دې اړه له ایران سره یوې موافقې ته ورسیږي.

تمه ده دغه هېوادونه له ایران سره پر دې خبري وکړي چې؛ څنګه کولای شي، د جولای تر شلمې د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماري هارف وايي؛ د تل په څیر له ایران سره د نړۍ شپږ قدرتونه د خبرو په خونه کې سره راټول دي؛ خو وايي، دې ته په کتو چې ښکاري مسکو د ایران په اړه له دریځونو سره مخالفت لري؛ نو په دغو خبرو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر غیابت د پام وړ دی.

دا وايي، په دې اړه چې ایران باید خپل اټومي فعالیتونه څومره راکم کړي؛ چې بندیزونه ورباندې لږ شي، تر ټولو مهم اختلاف د واشنګټن او تهران تر منځ دی؛ نو ځکه وايي، په دې خبرو کې د جان کري حضور مهم دی.

هغه به وتوانیږي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره مخامخ خبري وکړي او هغه هم له وړاندې په ویانا کې دی.

په دغو خبرو کې به د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران هریو ویلیم هیګ، لورانت فابیوز او والټر شټاین مایر هم ګډون ولري.

خو بیا د سرګي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې غیابت به دغه خبري ټکنۍ کړي او په دې سره به د شپږ سترو قدرتونو د بهرنیو چارو وزیران یا د هغوی مرستیالان دې ته اړ شي چې؛ په نومبر کې له تهران سره د تړون په اړه خبرې وکړي.

لاوروف دا مهال د لاتیني امریکې په سفر وتلی. دی د چین په ګډون د لویو اقتصادي هیوادونو په سرمشریزه کې دی چې په برازیل کې جوړه شوې او د جولای پر پنځلسمه ختمیږي.

څو ورځې وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پر مسکو انتقاد کړی و؛ چې په دغو خبرو کې له نورمال حالت سره مخالف چلند کوي.

لورانټ فابیوز په دې اړه نور جزییات نه وو ورکړي؛ خو کرملین د هغو متخصصینو ملاتړ کړی و چې؛ وايي، امریکا په ناسمو غوښتنو سره خبري له ځنډ سره مخامخ کوي.

د روسیې د دولتي انستیټیوټ "سي. آی. اس" یو غړی ولادیمیر "ایفسي ایف" وايي؛ د واشنګټن دا ټینګار چې ایران باید د یورانیمو د بډایني دستګاوې ودروي د مذاکراتو د محدودې معیارونه نقض کوي.

هغه وايي، امریکا غواړي دا خبرې اوږدې او دردونکي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو پخوانی چارواکی چې اوس په لندن کې د نړېوالو چارو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی دی وايي؛ مسکو ښایي دا وړاندوینه نه کوي چې؛ د ایران د اټومي پروګرام په اړه به د جولای تر شلمې یوه موافقه کیږي؛ دی وايي، که دا موافقه لږ هم مخته ولاړه؛ نو د حیرانتیا ځای نه دی چې، لاوروف به په راتلونکي پرواز کې ویانا ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG