د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

پاکستان: د روژې د مياشتې پر ليدلو بيا ناندرۍ شوي


د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو سيمو کې د تېر په څېر دا ځل هم د روژې د مياشت د ليدنې موضوع ناندريزه شوه.

د پاکستان د مياشت ليدنې حکومتي اداره يا رويت هلال کومېټه، چې هر ځل د نورو اسلامي هېوادونو پرخلاف روژه او اخترونه يو ورځ وروسته کوي؛ دا ځل هم د تل په څېر روژه د نورو هېوادونو برعکس د روانې مياشت په ٣٠مه نېټه (د دوشنبې په ورځ) اعلان کړه.

د دې ادارې مشر مفتي منيب الرحمن د يکشنبې په شپه په کراچۍ کې د خپلې کومېټې د غړيو تر غونډې وروسته وويل؛ چې د پاکستان له کومې سيمې څخه يې د مياشت ليدنې ګواهي نه ده ترلاسه کړې؛ چې له امله به يې د خيبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې لومړۍ روژه د دوشنبې په ورځ یعنې د جون په ٣مه وي.

خو د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د تاريخي جومات قاسم علي خان د علماوو کومېټې د پاکستان د حکومتي کومېټې دا اعلان ونه مانه او د مفتي پوپلزي په مشرۍ دې کومېټې د يکشنبې په شپه ناوخته وويل؛ چې د پېښور په ګډون يې د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه د روژې د مياشت ليدنې نزدې ٥٤ شهادتونه ترلاسه کړل؛ نو له همدې امله به په خيبر پښتونخوا کې روژه د يکشنبې په ورځ وي.

نوموړي د روژې د مياشت تر ليدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"د پېښور ښار پېنځه اوسېدونکي جوماته ته راغلل او د روژې د مياشت ليدلو په يې ګواهي ورکړه؛ چې له امله يې موږ علماوو په يوه خوله پرېکړه وکړه؛ چې په خيبر پښتونخوا کې به د يکشنبې په ورځ د روژې لومړۍ ورځ وي ."

نوموړي وويل، چې د پاکستان د مياشت ليدنې د حکومتي کومېټې له غړيو يې غوښتي وو؛ چې د شپې تر دولسو بجو پورې دې موږ ته انتظار وکړي؛ موږ به ورسره د مياشت ليدنې په اړه شهادتونه شريک کړو؛ خو هغوى زموږ غوښتنه ونه منله او په خپل سر يې روژه يو ورځ وروسته اعلان کړه.

په پاکستان کې له پخوا راهيسې هر کال د روژې او اخترونو د مياشت ليدنې پر سر ددې هېواد د مياشت ليدنې د حکومتي او ايالتي کومېټيو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي، چې له امله يې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې د روژې او اختر نمانځل ناندريزه کېږي.

خو د قاسم علي خان د جومات مهتمم مفتي پوپلزى وايي؛ چې دا جومات له تېرو ٢٠٠ کلونو راهيسې په سيمه کې روژې او اختر د مياشت ليدنې په اړه پرېکړه کوي.

که څه هم د پاکستان د سند او پنجاب ټولې او د بلوچستان ايالت ډېرى سيمې د پاکستان د مياشت ليدنې د حکومتي کومېټۍ تر اعلان وروسته روژه او اخترونه کوي؛ خو د ډيورنډ کرښې ته پرتې قبايلي او د خيبر پښتونخوا د ډېرو نورو سيمو په ګډون د مردان؛ چارسدې او شبقدر اوسېدونکي بيا هر ځل روژه او اخترونه د سعودي عربستان له اعلان سره سم کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG