د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

په ننګرهار کې ټرافيکي پيښې ۱۷تنه وژلي


د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد تورخم په لویه لاره د روداتو ولسوالۍ اړوند د غازي امان الله خان په سیمه کې د يوې ټرافيکي پيښې له امله اولس تنه وژل شوي، چې نهه تنه نور زخميان شوي دي:

"د جلال اباد تورخم د لویې لارې د حصارشاهي په سیمه کې د ټیلر او کاسټر موټر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله يې په کاسټر موټر کې د ناستو سپرلیو نه اولس تنه شهیدان شوي او نهه تنه نور زخميان شوي دي"

عبدالزی وايي، د پيښې لامل د ټيلرموټر د چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې، چې د پولیسو له خوا نیول شوی دی:

"کاستر موټر د تورخم څخه د جلال اباد په لور روان و او ټيلرموټرله جلال اباد نه د تورخم په لور روان و، داسې ښکاري، چې په پيښه کې د ټيلرموټرچلوونکي بې احتیاطي کړې او دا پيښه رامنځته شوې نو زموږ پولیسو له په سیمه کې د ټيلر موټرچلوونکی نیولی دی"

د ویلو ده، چې په پېښه کې قربانیان ټول د کاسټر مسافر وړونکي موټر سپرلۍ دي، چې د تورخمه د جلال اباد په لور روان وو، په وژل شويو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG