د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

امریکا د جماعت الدعوه په نوم ټولنه یوه تروریستي ډله وبلله


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د جماعت الدعوه په نوم ټولنه چې په پاکستان کې فعالیت کوي، یوه تروریستي ډله وبلله.

له دې سره به د امریکا له اصولو سره سم د دغې ټولنې ټولې شتمنۍ کنګل شي.

جماعت الدعوه خپل ځان یوه خیریه ټولنه بولي، خو ترډیره د لشکر طیبه ډلې اړوند د یوه عمده سازمان په سترګه ورته کتل کېږي.

پاکستان میشته لشکرطیبه ډله په هند کې د یو شمېر بریدونو په طرح کولو تورنه ده. په دغو بریدونو کې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ برید هم شامل دی چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شوه.

جماعت الدعوه داسې مهال د امریکا له خوا تروریستي ډله وبلل شوه چې، ناټوځواکونه له افغانستانه په وتو دي او بل خوا پاکستان او هندي سیال یې پرکابل د نفوذ په تړاو له یوبل سره مقابله کوي.

رویټرزخبري اژانس داسې راپور ورکوي چې؛ ددغو دواړو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ مقابله په یوې علني لانجې وانه وړي.

دغو دواړو هېوادونو له بریتانیا څخه ترخپلواکۍ اخستلو وروسته درې ځله په خپلوکې جګړه کړې ده.

د رویټرزپه راپورکې راغلي چې؛ پاکستان په تاریخ کې د لشکرطیبه په څیرډلې په هند کې د پټو یانامعلومو بریدونو په ترسره کولو کې کارولي دي، دا هغه څه دي چې د پاکستان اوسنی حکومت یې د بیا نه تکرار ژمنه کړي.

په تورلست کې د جماعت الدعوه ټولنې له شاملیدو سره د امریکا ټولې داريي او وګړي له دغه سازمان سره د معاملې له ترسره کولو منع کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې؛ د ۲۰۰۱ کال په ډیسمبر کې دوی لشکر طیبه یوه بهرنۍ تروریستي ډله نومولې وه. له هغه وخت راپه دې خوا لشکر طیبه ډلې په پرله پسې ډول خپل نوم بدل کړی او په دې ډول یې د بندیزونو د مخنیوي هڅه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې؛ لشکرطیبه جماعت الدعوه د یوه عمده سازمان په توګه رامنځته کړ او ادعا کوي چې هغه د اسلام، سیاست او ټولنیزو کارونو لپاره موعظه کوي.

د امریکا د خزانې وزارت په جلاتوګه اعلان کړی چې دوی د لشکر طیبه دوه مشران نذیراحمد چاوهدري او محمد حسین ګیل نړېوال تروریستان نومولي دي او پرهغوی یې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

خو د جماعت الدعوه یوه ویاند یحیی مجاهد دا ادعاوي رد کړي دي.

هغه رویټرزته ویلي چې؛ سازمان یې د پاکستان د خلکو لپاره خیره چارې ترسره کوي او زیاتوي چې؛ دوی له لشکرطیبه او تروریزم سره هیڅ تړاو نه لري.

مجاهد ویلي چې؛ له وړاندې د لاهورد محکمې او د پاکستان د سترې محکمې له خوا یې د چارو سپیناوی شوی دی، له همدې کبله وایې د امریکا دا پریکړه دوی ته مهمه نه ده.

مجاهد دغه رازد پاکستان د حکومت له خوا هغوهڅو ته هم اشاره وکړه چې وایې، په ۲۰۰۸ کال کې یې د ممبۍ تر بریدونو وروسته د جماعت څو مشران تعقیب او د دې سازمان د بندولو هڅه یې کړې وې، خو د پاکستان محاکم دا ډول اقدامات ردوي.

متحده ایالاتوپه ۲۰۱۲ کال کې د هروهغه معلوماتو پرسر لس میلیونه ډالره انعام ایښی وو، چې د لشکرطیبه د مالي مرسته کوونکې حفیظ سعید د نیول کېدو سره یې مرسته کولای شوه.

ملګروملتونو په ۲۰۰۸ کال کې ویلي وه چې؛ جماعت الدعوه د لشکر طیبه یوه عمده ډله ده او پاکستاني چارواکو یې د ځپلو ژمنه کړې وه، خودغې ډلې په خلاص لاس په پاکستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

د دغې ټولنې مشر وایې، اوس مهال د پاکستان په شمالي وزیرستان کې هغوکسانو ته د بشري مرستو په برابرولو بوخت دي چې، د پاکستان د پوځ د وروستیو عملیاتو له کبله بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG