د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستاني پوځیانو له طالبانو سره لاس یو کړی او د طالبانو په جامه کې په هلمند ولایت کې جنګیږي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دا مهال ترڅلور زرو زیات وسله وال په هلمند کې د افغان ځواکونو خلاف جنګیږي چې ډیر یې پاکستاني پوځیان دي.
په عین حال کې د هلمند ولایت چارواکو د دې ولایت درې نورو ولسوالیو ته د جګړې د لمنې د پراختیا خبر ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې اسناد او شواهد ورسره دي چې ښيي په هلمند کې د افغان ځواکونو خلاف جګړه کې پاکستاني پوځیان برخه لري.
دا وزارت وايي، د څلورزرو څخه د زیاتو هغه وسلوالو ډیر یې پاکستاني پوځیان دي چې دا مهال په هلمند کې جنګیږي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یو ویاند نجیب دانش د چارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل:
″له بده مرغه هغه راپورونه چې موږته له سیمې راغلي او کشفي ادارو معلومات راکړي، ښيي چې د پاکستان یو شمېر نظامي کسان یا ملیشې، له طالبانو سره اوږه په اوږه په دې سیمه کې جنګیږي.
موږ دې ډیر اندېښمن کړي یوو، موږ په دې اړه خپل اعتراض هم په ډاګه کړی او تاسو پوهیږئ چې یو څرګند سرغړاوی او مداخله ده.″
افغان چارواکو ویلي چې؛ ترشپږ سوو زیاتو وسلوالو پنځه ورځي مخکې د سنګین پر ولسوالۍ برید وکړ، اوس دا چارواکې د نوزاد، موسی کلا او کجکي ولسوالیو ته هم د جګړې د پراختیا خبره کوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تایید کړې ده چې؛ د سنګین جګړه درې نورو ګاونډیو ولسوالیو ته هم پراخه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په هلمند کې د جګړې د پیل راهیسې تراوسه پورې شل تنه د پولیسو سرتیري، نهه د ملي اردو سرتیري او پنځه دیرش تنه ملکيان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې سل تنه مخالف وسله وال هم وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې د سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي له ولسوالیو څخه دوه زره کورنۍ د جګړې له ویرې وتلي دي.
د هلمند د والي ویاند وايي، وسله وال هڅه کوي چې د جګړې لمنه د افغانستان شمال ولایتونو او کندهار ته پراخه کړي.
د عمرځواک په وینا، مخالف وسلوال د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې سخت مقاومت کوي.
تیرکال هم وسلوال د سنګین په ولسوالۍ کې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه اوښتي وو، چې شپږ میاشتې یې مقاومت وکړ.