د سوریې د رژیم له وسلوالو مخالفانو سره د امریکا پر مستقیمو مرستو د سوریې د یاغیانو له منځه یو شمېر چارواکو سخت انتقادونه کړي دي.
دا منتقدین وايي، له وسلوالو ډلو سره د امریکا دا مستقیمي مرستې کولای شي هسې ستونزې رامنځ ته کړي چې افغانستان ورسره مخ دی.
د سوریې د پوځ یو پخوانی جنرال چې اوس د یاغیانو په ډله کې دی، په سوریه کې د داسې یاغي جنګسالارانو د رامنځ ته کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان او سومالیا کې شته او کنترولول یې اوس اسانه کار نه دی.
د سوریې د یاغیانو یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو ته د امریکا له خوا په مستقیمه توګه پوځي اکمالات او وسلې ورکول ښايي په سوریه کې هسې جنګ سالاران رامنځ ته کړي چې دا مهال په افغانستان او سومالیا کې موجود دي.
همدارنګه دا مرستې کولی شي په تبعید کې د سوریې د یاغیانو د قومندۍ کړۍ چې د واشینګټن متحده ده زیانمنه کړي.
جنرال عبدالله البشیر په ۲۰۱۲ م کال کې د سوریې له اردو جلا شو او د جولان په لوړو کې یې د سوریې د ازاد پوځ مشري په غاړه واخیسته، وروسته په تیره فیبروري کې نوموړی د سوریې د یاغیانو د پوځي شورا لوی درستیز وټاکل شو.
نوموړي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، واشینګټن هغو ډلو ته چې کنترولول یې ستونزمن دي په مستقیمه توګه د وسلو په استولو سره د یاغیانو نظامي شورا له پامه غورځوي او دا شورا کم ارزښته کوي.
شپږ پنځوس کلن البشیر په استانبول کې د رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي امریکایان د شمال او جنوب د جبهې یاغیانو ته د وسلو د استولو مشري کوي خو موږ په خپله د وسلو د رسولو غوښتونکي یوو.
جنرال بشیر ویلي، په سوریه کې د یاغیانو له بیلابیلو ډلو سره مستقیم پوځي ملاتړ کولی شي ددې ډلو قومندانان د افغانستان او سومالیا په شان په جنګ سالارانو بدل کړي چې کنترول یې بیا ستونزمن دی.
د نوموړي په وینا د امریکا داسې اقدام سوریه هم په افغانستان یا سومالیا بدلولی شي.
د سوري جنرال دا څرګندو د اخضر ابراهیمي هغو څرګندونو ته ورته چې په وروستیو کې یې کړي. ابراهیمي سوریه له افغانستان او سومالیا سره مقایسه کړې او ویلي یې دي جنګسالاران ښايي هرچیرې واکمن اوسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوریې ددې جنرال د څرګندونو په ځواب کې ویلي د سوریې له یاغیانو سره پوځي مرستې منځلارو او د یاغیانو د عالي پوځي شورا سره په همکارۍ ورکول کیږي.
په رسمي توګه د سوریې له یاغیانو سره د امریکا په مرستو کې غیرې پوځي مرستې لکه مخابرې، موټرې او روزنیز مواد شامل دي. خو یو شمیر امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي سپکې وسلې او د ټانګ ضد راکټونه هم د سوریې یاغیانو ته ورکول کیږي.