د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

په بريتانيا کې د پاکستان د سياسي ګوند مشر (الطاف حسین) نيول شوى


د بریتانیا پولیسو د سه شنبې په ورځ په دغه هېواد کې مېشت د پاکستان د یوه سیاسي ګوند متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين د پیسو سپینولو په تور نیولی دی.

په لندن کې د "سکاټلنډ یارډ" ښار پولیس وايي؛ چې په شمال لویدیځ لندن کې یې یو ۶۰ کلن کس د پیسو د ناقانونه کاروبار په تور نیولی دی.

رويټرز خبري اژانس د متحده قومي غورځنګ د يوه جګپوړي غړي نديم نصرت په حواله وايي؛ چې په بريتانيا کې د پوليسو له خوا نيول شوى کس الطاف حسين دى او په خبره يې، چې ګوند يې له بريتانوي پوليسو سره د پلټنو په اوږدو کې هر ډول مرستې ته چمتو دى.

نوموړي همداراز په پاکستان کې دننه د خپل ګوند پر پلويانو غږ کړى؛ چې سوله ييز پاتې شي او له هر ډول تاوتريخوالي ډډه وکړي.

الطاف حسین له ۱۹۹۱م کال راهیسې په لندن کې مېشت دى؛ چې په خبره یې که پاکستان ته ستون شي؛ نو ژوند به يې له ګواښ سره مخ شي.

د الطاف حسين په مشرۍ د پاکستان متحده قومي غورځنګ ګوند د دې هېواد د سترو او پياوړو ګوندونو له ډلې شمېرل کېږي؛ چې د پاکستان په سند ايالت او همداراز د دې هېواد په نورو برخو کې زرګونه پلويان لري.

د دې ګوند ډېرى غړي هندي مهاجر دي؛ چې په ١٩٤٧م کال کې د هند د وېش پر مهال پاکستان ته مهاجر او ډېرى يې په سند ايالت کې مېشت شوي وو.

که څه هم الطاف حسين له تېرو شاوخوا ٢٣ کلونو راهيسې په لندن کې مېشت دى؛ خو نوموړى په پاکستان کې دننه د خپل ګوند غړيو پلويانو ته پرله پسې ټليفوني ويناوې کوي.

بل خوا په بريتانيا کې د پوليسو له خوا د الطاف حسين تر نيولو وروسته په کراچۍ د دې ګوند پلويانو په احتجاجونو لاس پورې کړى؛ چې له امله يې د دې ښار وضعيت ناارامه شوى او اوسېدونکي يې له مشکلاتو سره مخ شوي.

رويټرز خبري اژانس د کراچۍ ښار د يوه جګپوړي پوليس افسر عبدالخليق شيخ په حواله وايي؛ په لندن کې مو د الطاف حسين تر نيونې وروسته په کراچۍ کې د بريتانيا د قونسلګرۍ امنيت سخت کړى او په خبره يې، چې په ښار کې يې امنيتي ګزمې ډېرې کړي، څو کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ په بريتانيا کې د متحده قومي غورځنګ ګوند د مشر تر بندي کېدو وروسته په کراچۍ کې د دې ګوند غړيو د دې ښار په ډېرى برخو کې موټرو ته اور ورته کړى او د ښار ډېرى مارکېټونه؛ دوکانونه او پټرول پمپونه يې په زور تړلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د سياسي ګوند پر مشر د پېسو سپينولو پر تور سربېره، په ٢٠١٢م کال کې د همدې ګوند د يو بل مهم غړي عمران فاروق د وژنې تور هم پورې دى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG