د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

ښايي په بدخشان کې د ځمکې ښويېدو له امله سلګونه کسان وژل شوي


د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدو څه باندې دوه زره کسان مړه شود
ي دي.

هغوى وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ ۱۱ بجې د ارګو ولسوالۍ په آب باریک کلي کې شوې ده،چې په نوموړي کلي کې څه باندي ۱۰۰۰ کورنیو ژوند کاوه.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن آزاۍ راډیو ته وويل، چې په دې کلي کې يو غونډۍ د زياتو بارانونو له امله ښويېدلې چې څه باندې ۳۵۰ کورونه تر خاورو او خټو لاندې شوي او همدارنګه څه باندې ۲۰۰۰ تنه په دې پېښه کې مړه شوي.

همدارنګه د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار آزادۍ راډیو ته وويل،چې د دې ولایت والي د ژغورونکو او سیار روغتیايي ټیم سره سیمې ته تللى، هغه کوم کسان چې تر خاورو او خټو لاندې شوي راوباسي.

بیدار همداراز وویل،چې په همدې سیمې کې یو بل کلي چې په کې څه باندې ۳۵۰ کورنیو ژوند کوي، د باران د اوبو له ګواښ سره مخ و او د ژغورونکو ټیمو د هڅو له امله د هغه کلي ټول کسان امنو سمیو ته ولیږدول شول:

(( د ولایت ژغورنې ټیمونه او امنیتي ارګانونه حتا خلک او سیار روغتیايي ټمیونه او همدارنګه په خپله والي صاحب د پېښې سیمې ته تللي او کېدي شي ځیني کسان ژوندي وژغوري))

د یادونې ده چې څو روځې مخکې د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کې د خیران په نوم دیو کلي څه باندې ۱۲۰ کورنۍ د ځمکې لاندې شوي وي، چې د یاد کلي اوسیدونکې اوسمهال د خیمو لاندي په آزادي فضا کې ژوند کوي.

اجمل آرین /آزادۍ راډیو/بدخشان
XS
SM
MD
LG