د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

پاکستان: ٢٠١٣م کال کې ٥٦ مېرمنې د لور پر زېږولو وژل شوې


د پاکستان د بشري حقونو کميسون وايي، په ٢٠١٣م کال کې په پاکستان کې ٥٦ مېرمنې د لوڼو د زوکړې له امله وژل شوې دي. سره له دې چې د لور يا زوى په زېږولو کې مور هيڅ رول نه لري، خو په پاکستان او افغانستان کې اوس هم ډېر خلک د لور پر زېږېدلو خفګان کوي.

د پښتنو په شمول په ځينو نورو قومونو کې هم دا دود لا تر اوسه ژوندى دى، چې د زوى پر زېږېدو هوايي ډزې کوي، شېريني وېشي او خلک يې مبارکۍ ته ورځي، خو د لور پر زوکړه که څه هم ځينې خلک به شېريني وېشي، خو نه هوايي ډزې کوي او نه يې څوک مبارکۍ ته ورځي او ډېر خلک اوس هم لا د لور زوکړه د خپل کاله لپاره بدمرغي بولي، خو د کوټې اوسېدونکي عکاس ژورناليست جمال تره کي تېر کال د خپلې لور پر زوکړه هوايي ډزې وکړې او د لور زوى د توپير دود يې په اوبو لاهو کړ:

«بايد موږ د لور پر زوکړه خوشالي وکړو، ځکه زموږ په ټولنه کې لوڼې او ښځې مظلومې دي، ما چې ټکان [ډزې] وکړو، خلک په دې هيله را روان وو، چې کېداى شي د ده زوى پيدا شوى وي، خو چې خبر شول، خندل يې چې جمال لېونى شوى دى، د لور په زوکړه ټکان کوي، دغه دود چې خلک د لور په زوکړه غم کوي خوشالي نه کوي، ما دغه دود مات کړ، زما چې لور پيدا شي مېلمستيا کوم، ټکونه کوم، خوشالۍ کوم»

د ښځينه ناروغيو متخصصه ډاکټره روبينه شاه وايي، له خپلې تجربې ورته څرګنده شوې، چې عموماً شپېته يا اويا فيصده هلکان پيدا کېږي، خو بيا هم ډېر خلک- چې په هغوى کې باسواده او ځينې شتمن خلک هم شامل دي- د منفي سياليو او ميراث پاتېدو لپاره تر لور د زوى پر زوکړه ډېر خوشاله وي:

«اوس هم داسې خلک ډېر شته، حتى ډېر لوستي خلک- چې د لور پر زوکړه خوشالي خو څه چې خفه وي او هڅه کوي چې زوکړې لور و غورځوي او وايي چې موږ يې نه غواړو، دا سپېره او کرغېړنه ده، په ځينو قبيلو کې دا ډول کږنې شته او ځينې عام خلک هم، چې مخکې يې دوې درې لوڼې وې له خپلې ښځې ډېره کرکه کوي، زما په ياد دي يو سړى وو يوولس لوڼې يې وې، پر يوولسمه لور خو دې ته تيار وو چې په روغتون کې يې و غورځوي»

د کوټې په دولتي روغتون کې زېږنتون ته ورغلم او هلته مي له ډېرو خلکو سره چې نوي اولادونه يې پيدا شوي وو خبرې وکړې، دوى اکثرو وويل چې د زوى او لور فرق ورباندې نه شته، خو د ځينو د اولادونو شمېر ته په کتو سره مالومېدله، چې تر لور د زوى په زوکړه خوشاله دي. يو تن چې لور يې پيدا شوې، وايي:

«زما نوم دين محمد دى، خپل بچيان [مېرمنه] مي راوستلي دي، عمليات يې وشول لور مي پيدا شوه، مخکې مي زوى وو هغه وفات شو، ډېر خوشاله يم، پر موږ يې فرق نه شته، که لور وي که زوى وي چې مازې ژوندى وي پرې خوشاله يو»

يو بل تن يارمحمد دا مني چې په زوکړه کې د جنس ټاکل د مور و پلار کار نه دى او وايي لور او زوى ورته فرق نه لري، خو د لوڼو له ډېرښته يې مالومېږي، چې د زوى د پيدا کېدو په هيله- هيله يې اولادونو يوولسو ته رسېدلي دي:

«زما يوولس اولاده دي، نهه مي لوڼې دوه مي زامن دي، څلور لوڼې مي پرله پسې پيدا شوې بيا مي زوى پيدا شوى دى، بيا مي دوې لوڼې او بيا مي زوى پيدا شوى، دا خو د انسان د وس کار نه دى دا د الله پاک نعمت دى چې چاته ښځه ورکوي که نر ورکوي، هغه انسانان هم شته چې اولاد نه لري، زما خپله خور ده عيال نه لري، موږ په دې ارمان يو چې خداى لوڼې ورکړې واى خو چې ورکړې يې واى»

د ښځينه ناروغيو متخصصه ډاکټره روبينه شاه وايي، پخوا خو به خلک نه پوهېدل چې زوى يې پيدا کېږي که لور، خو نن سبا چې د جنس د مالومولو طبي آلات ايجاد شوي، ډېر خلک ورځي او که امېندواره ښځه د لور مور کېږي، نو تر زوکړې مخکې يې له منځه وړي، خو وايي د همدې تياره ذهنيت له امله دوى عموماً چاته د زېږېدونکي ماشوم د جنس په اړه مالومات نه ورکوي:

«موږ هڅه کوو، چې ډاډ ورکړو، خو داسې ډېرې ډاکټرې شته چې په شخصي روغتونونو کې په دېرش، څلوېښت يا پينځوس زره روپۍ د ښځو د حمل غورځولو کار کوي، مخکې خو د امېدوارۍ په لومړيو کې دا کار ګران وو، اوس خو د لاسي واکيوم اسپايرېټر په وسيله په پينځو دقيقو کې حمل و غورځوي او د ګوليو په وسيله د حمل غورځول خو اوس عادي خبره ده»

ډاکټره روبينه شاه وايي، لومړى خو د هلک او نجلۍ تر منځ هيڅ توپير نه شته، خو که څوک يې عيب بولي، نو په دې کې هم بايد د ښځې پر ځاى نارينه خپل ځان ملامت وبولي، ځکه چې وايي ښځه په ارثي ډول يواځې (X) کروموزم لري او نارينه (X,Y) کروموزم لري، که د نارينه (X) کروموزوم د ښځې له (X) کروموزم سره يو ځاى شي، لور پيدا کېږي او که (Y) کروموزوم ورسره يو ځاى شي (X,Y) کروموزوم جوړوي او هلک پيدا کېږي.

د يادونې وړ ده چې ډېر خلک لا تر اوسه پورې تر لوڼو د زامنو په ډېرښت خوشاله دي او هغه خلک چې لوڼې لري او زوى نه لري، دويم او کله درېيم واده هم کوي او چې پرله پسې يې لوڼې پيدا کېږي نو تر درې څلورو لوڼو وروسته پر لوڼو (بله نسته، تمامه، خاتمه) نومونه ږدي او داسې انګېري چې بله لور يې ونه شي، خو دا خبره چې له اسلامي او بشري پلوه له لور سره ظلم دى، له طبي پلوه هم ناقصه بلل کېږي، چې پر لور د داسې نومونو په ښولو سره دي يې بله لور ونه شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG