د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ایران د دوه سوه کیلوګرامه یورانیمو د غلظت اندازه کمه کړې


ایران وایي، د هغو یورانیمو د رقیق کېدو پروسه یې بشپړه کړې چې؛ ترشل فیصدو پورې غني شوي و.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې رییس علي اکبرصالحي عربي ژبي العلم ټلویزیون ته وویل چې؛ له لویدیځ سره د ایران د تیرې نومبر د میاشتې د موافقې له مخې موږ باید د غني شویو څه باندې دوه سوه کیلوګرامه یورانیمو د غلظت اندازه کمه کړې او هغه مو پر نورو عناصر وتبدیل کړې وی؛ چې موږ هم دغه کار کړی؛ د غني شویو یوارنیمو نیمایي برخه مو رقیق کړې او نیمایي نور مو پر یورانیم اوکساید بدل کړي دي.

د نړیوالو اټومي انرژۍ ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې ایران د جینوا د موافقې له مخې د ټولو حساسو اټومي موادو ذخیره په سلو کې نژدې ۷۵ کمه کړې خو ښایي د دې هیواد له خوا پلان شوې اټومي بټۍ هغه نهایي موافقه له ځنډ سره مخامخ کړي چې ټاکل شوې ده په شپږو میاشتو کې ترلاسه شي.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر وویل؛ د غني شویو یورانیمو د بدلولو دغه پروسه به چې په چټکۍ سره سرته رسیدلې؛ د ایران هغه شتمني ازاده کړي چې؛ لویدیځ کنګل کړې ده.

د جنیوا د موافقې له مخې چې د جنوري له شلمې نیټې عملي کیږي؛ ایران د خپل اټومي پروګرام ځینې برخې بندې کړي چې؛ په بدل کې یې پردې هیواد د نړیوالو یوشمېر بندیزونه هم نرم شوي دي. دغو بندیزونو په تیره بیا د ایران د تیلو صادرات چې ترډیره د دې هېواد اقتصاد پرې ولاړ دی؛ په نښه کړي دي.

د راپورله مخې که ایران د موقتې موافقې ټول شرایط پرځای کړي؛ له جنوري نه ترجولای میاشتې پورې د ۴،۲ ملیارډ ډالرو ذخیره چې په لویدیځو هېوادونو کې کنګل شوي په اتو قسطونو کې ترلاسه کولای شي.

په دغو ذخیرو کې ۲،۵۵ ملیارډ ډالره هم شامل دي چې؛ جاپان په وروستیو کې دې هېواد ته ورکړي. جنوبي کوریا چې د ایران د تيلو بل ستر واردوونکی دی؛ هم په وروستیو کې د یووار پیرل شویو تیلو پیسې ایران ته ورکړي دي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې رییس علي اکبرصالحي دغه راز وویل؛ چې ایران به په یوه میاشت کې دې ته تیار وي چې؛ هغو ټولو شپږو پوښتنو ته ځواب ووایي چې؛ د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې د ایران د مشکوکو اټومي فعالیتونو په اړه راپورته کړي دي.

هغه زیاته کړه، موږ له دغې ادارې سره نورې ستونزې نه لرو او نه هم نورې پوښتنې شته چې؛ موږ ورته ځواب نه وي ویلی. په بل عبارت موږ ویلی شو چې د ایران د اټومي فعالیتونو دوسیه نوره بنده شوې ده.

د ایران د اراک د اټومي تاسیساتو په اړه چې په وینا کې د خبرو وروستی دور پرهمدې مسالې متمرکز و، صالحي وویل چې، تهران د درنو اوبو د دغو تاسیساتو د بدلولو د طرحې وړاندیز کړی چې له مخې به یې یوپنځمه برخه د پلوتونیمو د تولید اندازه کمیږي.

صالحي وویل، موږ په دغو تاسیساتو کې د تولیداتو د بدلولو پروسه څیړو او غواړو چې؛ په کې له څلورو نه ترپنځو درجو پوري یوارنیم غني کړو. د ده په وینا لویدیځ هم د دغې طرحې هرکلی کړی چې؛ په دې سره د پلوتونیمو د تولید په برخه کې د دوی شکونه هم لرې کیږي.
XS
SM
MD
LG