د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

غلط دښمن: امریکا په افغانستان کې له ۲۰۰۱ تر۲۰۰۴ پورې


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې کارلوتا ګال چې ډیر کلونه یې په افغانستان او پاکستان کې تیر کړي، د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د رول په اړه یو نوی کتاب لیکلی دی.

دا کتاب غلط دښمن: امریکا په افغانستان کې له ۲۰۰۱ تر۲۰۰۴ پورې [The Wrong Enemy: America in Afghanistan 2001-2004y] نومیږي.

کارلوتا ګال وايي، په کتاب کې یې پردې چې پاکستاني کړۍ څرنګه په افغانستان کې تروریزم ته پراختیا ورکوي رڼا اچولې او د افغانستان په چارو کې د پاکستان مداخله یې لا توضیح کړې ده.

میرمن ګال له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د امریکا اصلي دښمن پاکستان دی او په افغانستان کې جګړه د غلط دښمن په وړاندې وه:

"زما د لیکنې یو اساسي هدف د کتاب په عنوان کې څرګندیږي.

په افغانستان کې ډيره موده کار کولو راته څرګنده کړه چې تر ډيره حده جګړه په غلط ځای کې او د غلط دښمن په وړاندې ده.

د افغانستان په ډيرو کلیو او ولسوالیو حملې وشوې، ډير ملکي افغانان وکړیدل، بهرني عسکر ووژل شول.

هلته، ټولو یوه خبره راته کوله او هغه دا چې د ستونزې ریښه په پاکستان کې ده.

زه فکر کوم چې موږ ژورنالستان پوهیدو چې د دې مسالې بربنډول ډیر مهم وو او د پولې پورې غاړې ته د لیدلي وضعیت په اړه صادقانه خبرې وکړو.

ما هلته سفرونه کړي او طالبان مې لیدلي. ما له هغو خلکو سره هم ولیدل چې دا یې راته توضیح کوله چې پاکستان څرنګه د دې مسالې [تروریزم] ملاتړ کوي او د پاکستان استخبارات څرنګه د دې تشدد د پراختیا شاته لاس لري.

بلاخره ماته څرګنده شوه چې اسامه بن لادن هلته پټ وو او په حقیقت کې پاکستان خوندي کړی وو.

بلاخره دې نتیجې ته ورسیدم چې دا حقایق څرګند کړم څو په جګړه کې د دې بې عدالتۍ څرګندونه وشي."


د ګال کتاب پردې هم خبرې کوي چې پاکستاني کړیو څرنګه په افغانستان کې د هغو سیاسي رهبرانو د وژلو دسیسې جوړې کړې چې ښايي د پاکستان خبرو ته یې غوږ نه نیو.

سیاسي کتوونکي ډاکټر محمد تقي چې د کارلوتاګال پر کتاب یې نقد کړی وايي، د کتاب نوم [غلط دښمن] د پخواني امریکايي دپلومات ریچارد هولبروک له دې مشهورې وینا چې [موږ ښايي په غلط ځای کې د غلط دښمن پر ضد جنګیږو] راخیستل شوی دی.

ډاکټر تقي له واشنګټنه په ټیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، د هولبروک د وینا مطلب دا وو، چې امریکاييان په افغانستان کې له ډيرو قربانیو او زیات مصرف سره هم خپل اصلي دښمن ته ونه رسیدل او د تروریستانو ځالې د پولې پورې غاړې ته پاتې شوې:

"لکه څرنګه چې ما پر دې کتاب په خپل نقد کې ویلي، تروریستانو هلته اډې درلودې، له هغه ځایه یې پلانونه، عملیاتي ملاتړ او لوژيستیکي خدمات ترسره کیدل.

له دې پرته، ممکنه نه وه چې د افغانستان د حکومت او د نړۍ د زیاتو هېوادو پر ضد داسې وسله وال تشدد جاري وساتل شي.

نو په پاکستان کې د تروریزم د دې سرچینې له بندولو پرته، په افغانستان کې جنګ ګټه نه درلوده.

کارلوتا د تاریخونو پر اساس د داسې پيښو مثالونه سره را غونډ کړي چې پاکستان د تروریزم د ځالې او داسې چا په توګه معرفي کوي چې هڅه یې کړې چې په غیر مستقیم ډول د جهادي او افراطي ډلو له لارې پر افغانستان خپله رایه تحمیل کړي."


د کارلوتا ګال د کتاب په وړاندې په پاکستان کې یو شمېر سیاستوالو سخت غبرګون څرګند کړی.

پاکستانی ژورنالیست او هلته د خپریدونکي [Express Tribune] مسول مدیر ضیا الدین ازادۍ راډیو ته وویل، چې میرمن ګال په کتاب کې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره موثق اسناد یا سر چینې نه دي وړاندې کړې.

خو کارلوتا ګال په ځواب کې ازادۍ راډیو ته وویل:

"زه له دې وینا سره په بشپړ ډول مخالفت کوم.

ما دولس کاله په سیمه کې رپوټونه جوړ کړي او تاسې باید خبر شی چې ما پر ازمویل شویو منابعو اتکا کړې.

زه له هغو کسانو سره ږغیدلې یم چې کلونه – کلونه یې پيژنم.

دوي ماته معلومات راکول او ما به یې د حقیقت موندلو لپاره سفرونه کول. ما د طالبانو د هغو قوماندانانو سره خبرې کړې چې دوي به یې نومونه راکول. خو زد هغوي نومونه نه شم اخیستلای ځکه پاکستان ډير خطرناک ځاي دی او هر پاکستانی خبریال په دې پوهیږي.

هغوی د پاکستان د استخباراتو لخوا پر موجود فشار ښه خبر دي."


کارلوتا ګال وايي، د دې کتاب په لیکلو یې غوښتل چې یوه نوې دروازه پرانیزي څو خلک د وضعیت په اړه له نوي لیدلوري کتنه وکړي.

د دې په وینا حتی د امریکا د کانګرس د غړو او امریکايي عسکرو په ګډون ډير خلک په حقیقت نه پوهیږي.

ګال وايي، دا کتاب د خلکو، سیاستوالو او حکومتونو لپاره دی څو مسلې ته په دقت وګوري او ښايي متفاوت قضاوت وکړي.

ګال وايي، غرب ښايي بلاخره د جمهور ریس حامد کرزي او افغانانو دې پر دې خبره غور وکړي چې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه په غلط ځاي کې وه:

"کرزي ډيره موده دا خبره کوله او زه فکر کوم چې افغانان هم له دې چې غربیانو یې خبرو ته پام نه دی کړی او د ستونزې د ریښې د ایستلو لپاره یې کار نه دی کړی مایوسه دي.

افغانان په دې قضاوت کې [د غربیانو] د تیروتنې په خاطر ډیر وکړیدل."

کارلوتا ګال د پولیترز جایزه ګټلې، په خټه انګلیسه ده او خبریالي یې په چیچنیا کې د جګړې له ډګره پيل کړې ده.

د افغانستان، پاکستان او تروریزم په وړاندې د روانې جګړې په اړه دا کتاب په نیویارک کې چاپ شوی خو افغانستان او پاکستان ته لا نه دی رسیدلی.
XS
SM
MD
LG