د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ايران: ابوطالبي ته د ويزې نه ورکولو قضيه م.م راجع کوو


تهران د امريکا هغه پرېکړه رد کړه چې په ملګرو ملتونو کې د ايران نوي پېشنهاد شوي استازي ته يې د ويزې له ورکولو ډډه کړې.

ايران وايي، حميد ابوطالبي ته د ويزې نه ورکولو قضيه به ملګرو ملتونو ته راجع کړي.

واشنګټن وايي، ابوطالبي ته يې ځکه ويزه نه ده ورکړې چې د اسلامي انقلاب پر مهال يې په تهران کې د امريکايي اتباعو په برمته کولو کې برخه درلوده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي پرون شنبې ايراني رسنيو ته وويل، چې هېواد يې په پام کې لري ابوطالبي ته د ويزې نه ورکولو لانجه د ملګرو ملتونو د قانوني ميکانيزم له طريقه حل کړي.

عراقچي ويلي: موږ نه غواړو د حميد ابوطالبي پرځاى بل څوک معرفي کړو.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني د جمعې په ورځ وويل چې ملګرو ملتونو او ايران ته پخوا لا ويل شوي وو، چې موږ به ابوطالبي ته ويزه نه ورکوو.

واشنګټن په ملګرو ملتونو کې د خاص استازي په توګه د ابوطالبي پر نومولو انتقاد لري ځکه وايي چې دى د محصلانو په هغه اسلامي ډله کې شامل و، چې په ١٩٧٩میلادي کال کې يې په تهران کې د امريکا سفارت په خپله ولکه کې راوستى و او ٥٢ تنه امريکايان يې د ٤٤٤ ورځو لپاره برمته کړي وو.

خو ابوطالبي وايي دى هغه وخت يوازې د محصلانو د ډلې ترجمان و.

په ملګرو ملتونو کې د ايراني هيئت وياند حميد بابايي وويل، د امريکا له خوا ابوطالبي ته د ويزې نه ورکول د افسوس وړ مسئله او له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې ده.

په امريکا کې دېره ايراني کارپوه بهمن اقايي ديبا ازادۍ راډيو ته وويل، ابوطالبي ته د ويزې نه ورکول به د امريکا او ايران ترمنځ پر اټومي مذاکرو او اړيکو کوم اغېز ونه کړي:

″په ملګرو ملتونو کې د ايران استازى، نه د مرکچيانو د ډلې غړى دى او نه هم پر اټومي مسئله په مذاکرو کې کوم نقش لري″

د نړېوالو قوانينو له مخې امريکا د ملګرو ملتونو د کوربه هېواد په توګه اړ ده هغو ډيپلوماتانو ته ويزې ورکړي، چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې کار کوي.

خو د امريکا کانګرس په وروستيو کې يوه لايحه تصويب کړه چې واشنګټن ته دا صلاحيت ورکوي، څو د کانديدو سفيرانو له ډلې ځينې يې، د امنيتي خطرونو په صورت کې رد کړي.

د دې لپاره چې دغه لايحه د قانون بڼه غوره کړي، د امريکا د ولسمشر توشېح ته اړتيا لري.

د سپينې ماڼۍ وياند وويل د امريکا ولسمشر بارک اوباما به د دې لايحې له مواردو سره سم ابوطالبي ته د ويزې له ورکړې ډډه وکړي. ملګرو ملتونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

واشنګټن په ورته ډول په ١٩٩٨م کال کې هم فلسطيني مشر ياسر عرفات ته چې غوښتل يې په ملګرو ملتونو کې وينا وکړي، ويزه ورنه کړه. ملګرو ملتونو هغه وخت دا پرېکړه غندلې وه.

حميد ابوطالبي تر دې مخکې په اروپايي ټولنه، بجليم، ايټاليا او اسټراليا کې د ايران د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.
XS
SM
MD
LG