د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

افغان مشران له لوېديځ سره اړيکې شلوي


له لویدیځ سره د اړیکو په شلولو، افغان مشران د روسیې له خوا د کریمیا د الحاق ملاتړ کوي – دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تحلیلي مضمون سر لیک دی چې افغانستان یي له سوریې او وینزویلا سره د روسیې د ملاتړو رژیمونو په کلپ کی شامل بللی دی.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د کریمیا د خلکو ټولپوښتنې ته چې له روسیې سره د یوځاي کیدو پریکړه یي په کي وکړه، درناوی څرګند کړ.

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د روسیې له خوا د کریمیا یوځاي کول یو مشروع عمل دی. د ورځپاڼې په باور دا د افغان حکومت له خوا د نویو پولو د رسمیت پیژندنې معنی لري.

د افغانستان د جمهور رئیس د دفتر رئیس ښاغلي عبدلکریم خرم آزادي راډیو سره مرکه کي د افغان دولت دریځ داسي څرګند ګړ:

« دا مسله په هغه ملاقات کی چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د استازو د مجلس او سنا له وکیلانو سره درلود، یاده شوه. کله چې په سیمه ایزو مسلو خبرې کیدلې، په کریمیا باندي خبره راغله او د افغانستان جمهور رئیس هلته وویل چې مونږ د کریمیا د خلکو د ریفرندم او نظر بشپړ احترام کوو او دغه خاوره په تاریخي لحاظ په روسیې پوري مربوطه وه. اوس چې ددغي سیمي د خلکو اراده او نظر بیان شو، بیرته یي په روسیې پوري د تړلو رایي ورکړې، مونږیي محترم شمیرو»

د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی سید علي کاظمي له افغان حکومت نه غواړې چې ددي ډول مهمو او حساسو مسلو په اړه باید له ملي شوری سره په مشوره عمل وکړې او عجولانه پریکړه باید ونکړي:

« مونږ د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون، افغان حکومت ته وړاندیز کوو چې د کریمیا په اړه باید جدي فکر وکړي او په عجلې سره باید داسي کار ونکړو چې سبا ورځ په یوه شکل له خپلې پریکړو بیرته واوړو.»

دا چې افغانستان په هره برخه کي د نړیوالې ټولني او په خاص ډول د اروپایي اتحادیي او متحده ایالاتو په مرستو تکیه دی، ددي هیوادونو د پریکړې پرخلاف دا ډول دریځ به یي افغانانو ته څه ډول عواقب یا پایلې ولري؟ د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی سید علي کاظمي په دي اړه وایي:

« طبعا، د افغانستان اوسني شرایط دا ایجایوي چې مونږ باید په احتیاط قدم پورته کړو. مونږ تر اوسه هم نړیوالو مرستو ته اړ یو. په خواشینۍ سره، مونږ ونشو کړاي چې افغانستان په خپلو پښو ودرو».

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور، دا چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، افغان حکومت د روسیې زیاتو مرستو ته سترګي په لار دی. روسیه د افغاستان په ګاوڼدیو هیوادو کي زیات نفوذ لري او افغان حکومت له کریملن سره د اوږدي مودې اړیکو ساتل د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لپاره ضروري بولي.
XS
SM
MD
LG