د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۲

د اوکراين کريميا خپلواکي اعلان کړه

پر کريميا روسۍ الوتکې ګرځي
پر کريميا روسۍ الوتکې ګرځي
د اوکرایین کریمیا ټاپو وزمې نن خپلواکي اعلان کړه او رسما یې د روسیې له فدراسیون سره د یوځاي کیدو غوښتن لیک وړاندې کړ.

د کریمیا سیمیز پارلمان نن د دې حرکت ملاتړ کړی دی او د پارلمان له سلو غړو څخه حاضرو پینځه اتیا تنو نن مثبتې رایې ورکړې دي.

د کریمیا پارلمان نن له ملګرو ملتونو او نورو هیوادو څخه غوښتنه وکړه چې د دوي د خپلواکۍ اعلان په رسمیت وپیژني.
نن به د کریمیا د پارلمان یو هیات مسکو ته د خبرو لپاره ولاړ شي تر څو د روسیې په فدراسیون کې د ګډیدو د پروسې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د کریمیا صدراعظم پر ټویټر په یوه پيغام کې ویلي چې د مارچ په دیرشمه به سیمیز وخت د روسیې له وخت سره برابر کړي او په دې هیواد کې به د روسیې ربل دوهم رسمي پولي واحد وی.

دوی ویلي چې د اوکرایین پيسه به د ۲۰۱۶ (میلادي) کال د جنورۍ تر میاشتې د چلیدو وړ وي.

په کریمیا کې د روسیې پلوي کونکو سیاستوالو نن وویل، د یک شنبې د ورځې په نظر پوښتنه کې شپږ نوي فیصده ګډونکونکو له اوکرایین څخه د کریمیا د جلا کیدو ملاتړ کړی دی.

د کریمیا د جلا کیدو په اړه پرونۍ نظرپوښتنه د امریکا متحدو ایالاتو او غربي دولتونو غیر قانوني بللې او غندلې یې ده . د اوکرایین پارلمان د نظرپوښتنې په ماښام ، د کریمیا سیمیز پارلمان لغوه اعلان کړ.

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما د یک شنبې په ورځ د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل چې متحد ایالات په کریمیا کې پرونس نظرپوښتنه ردوي.

ولسمشر اوباما خبرداری ورکړ چې په اوکرایین کې د بحران له امله پر روسیه دبندیزونو وضع کولو ته تیار دي.

اوباما : موږ په بشپړ ډول هغه نظرپوښتنه ردوو چې یوازې په څو اونیو کې او پداسې وخت کې چې روسي ځواکونو کریمیا اشغال کړې، برابره شوه . موږ د دې مشروعیت ردوو . دا د نړیوالو قوانینو او د اوکرایین د اساسي قانون خلاف کار دی.

جمهور ریس بارک اوباما د روسیې ولسمشر ته وویل چې نړیواله ټولنه به هیڅ کله هم دا نظر پوښتنه په رسمیت ونه پيژني.
اوباما ټینګار یې کړی چې امریکا او متحدان یې پر روسیې د دې لپاره چې د اوکرایین د خاورې بشپړتیا ته یې درناوی نه دی کړی، د اضافي بندیزونو لګولو ته تیار دي.

اوباما : موږ بیا هم هیله لرو چې یو دپلوماتیک حل به پيدا شي خو د امریکا متحد ایالات او اروپا د اوکرایین د خاورې د بشپړتیا په اړه یو دریځ لري، بلکه د اوکرایین د خاورې پر بشپړتیا د تیري په اړه هم یو موټي دي.

د اروپايي اتحادیې مشران هم نن په برکسل کې پر دې مسله غونډه کوي او ښایي رسما پر یو شمیر روسي مقاماتو د ویزې او سفر بندیزولګول شي.
خو د اروپايي اتحادیې د مشرانو تر غونډې مخکې د هالند د بهرنیوچارو وزیر فرانز ټیمر منس وویل چې یوازې روسیه کولای شي چې د بندیزونو مخنیوي وکړي.


فرانز ټیمر منس : واضح ده چې تر اوسه د روسیې چلند په هیڅ ډول د منلو وړ نه وو. زه به د بندیزونو د وضع کیدو د مخنیوي لپاره هره هڅه وکړم ځکه زه باور لرم چې د بندیزونو د وضع کیدو په صورت کې به هر سړی متاثره شي خو یوازې روسان د دې مخنیوي کولای شي.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر ویلي چې د کریمیا د جلاکولو لپاره د روسیې اقدامات په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د بریتاني د بهرنیوچارو وزیر په کریمیا کې نظر پوښتنه پر ډیموکراسۍ د ملنډو وهلو یو اقدام بللی او د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر داسې نظر پوښتنه چې د روسیې د اشغال تر تهدید لاندې شوې وي، غندلې ده.
د هغې لایحې متن چې نن به د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو لخوا تایید شي ، د ازادې اروپا راډیو کتلی او په هغه کې په کریمیا کې د یک شنبې د ورځې نظر پوښتنه غیر قانوني ګڼل شوې او په شدت غندل شوې ده.

په دې لایحه کې راغلي چې په جون کې د اروپايي اتحادیې او روسیې د مشرانو غونډه چې په سوچې کې ترسره کیدونکې وه لغوه شوې او تایدوي چې د اوکرایین د حکومت او د اروپايې اتحادیې ترمنځ د ګډ شراکت او ازاد تجارات موافقه به د راتلونکې جمعې په ورځ لاسلیک شي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن ویلي چې اروپا ته ښايي چې د بندیزونو د اعلان پر وخت روسیې د امکان ترحده د قوي پيغام ورکولو هڅه وکړي.

د اوکرایین موقت ولسمشر ویلي چې په کریمیا کې نظر پوښتنه د روسیې لخوا مخکې پلان شوی اقدام وو او یوازې د دې لپاره شوې چې روسیه دې سیمې ته د خپلو ځواکونو استولو ته رسمي او مشروع رنګ ورکړي.

امریکا او اروپايي متحدانو یې په اوکرایین کې د وضعیت د بدلولو لپاره د پوځي اقدام امکان رد کړی او په تیرو دوو ورځو کې يې د بندیزونو د لست په هماهنګۍ کار کاوه .

د کانګرس یوې سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي چې داسې ګومان نه کیږي چې په دې بندیزونو کې به جمهور ریس پوتین او هغه ته نږدې کسان په نښه شوی وي.

خو یو شمیر خبري اژانسونو ویلي چې د دې امکان شته چې جمهور ریس پوتین ته ځينی نږدې کسان د بندیزونو په لست کې راشي .

دوی وايي چې غربي دولتونه به ښايي بندیزونه په روسیه کې د منځنۍ کچې او ټیټې کچې له مامورینو چې د کریمیا په اشغال کې یې لاس درلود، پيل کړي.
XS
SM
MD
LG