د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

پاکستان له طالبانو سره د مستقيمو مذاکراتو لپاره نوې کمېټه وټاکله


د پاکستان حکومت له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د مستقيمو خبرو اترو لپاره نوې کومېټه وټاکله، څو له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پرمخ بوځي.

د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره يوه نوې څلور کسيزه کومېټه وټاکله او له وسله والو پاکستاني طالبانو سره يې ورته د مستقيمو خبرو اترو واک ورکړ.

د پاکستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره دا کومېټه په داسې حال کې ټاکلې، چې د روانې مياشت په ٦مه نېټه د پاکستان صدراعظم نواز شريف له طالبانو سره د مذکراتو لپاهر ټاکل شوې پخوانۍ کومېټه منحل کړه.

د حکومت له خوا په نوې ټاکل شوې څلور کسيزې کومېټې کې، د کابل لپاره د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند، د پاکستان د صدراعظم نواز شريف مرستيال سکرتر فواد حسن، ارباب عارف او حبيب الله خټک شامل دي او د يادې کومېټې مشري د حبيب الله خټک پر غاړه ده.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د جنورۍ په ٢٩مه نېټۀ پارلمان ته د وينا پر مهال، وسله والو طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ او د همدې موخې لپاره يې يوه څلور کسيزه کومېټه وټاکله.

په دغې کومېټى کې پاکستانى خبريال رحيم الله يوسفزى، د کابل لپاره د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند، د نواز شريف سلاکار عرفان صديقي او د پاکستان د استخباراتو پخوانى مامور متقاعد ميجر محمد عامر شامل وو.

د نوې کومېټې تر ټاکلو وروسته د پخوانۍ کومېټي غړي رحيم الله يوسفزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د حکومت له خوا د نوي کومېټې جوړولو پريکړه پرځاى او پر وخت ده او په خبره يې، اوس به له طالبانو سره خبرې اترې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي:

" تراوسه پورې ددې انتظار و، چې د حکومت له خوا نوې کومېټه وټاکل شي، ترڅو که چېرې شمالي وزيرستان ته د تګ اړتيا وي، نو ددې کومېټې يو يا دوه غړي هم بايد هلته ولاړ شي، اوس زما په خيال په دې اړه به هم پريکړه شي.
اوس دا ګورو، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو شوراى څه پريکړه کوي، چې آيا مستقيمې خبرې اترې ژر پيلوي او که تر څه مودې وروسته."


رحيم الله يوسفزي زياته کړه، چې د طالبانو له خوا د اوربند اعلانول يو مثبت ګام دى او ښايي د نوې کومېټۍ تر جوړولو وروسته دا اوربند لا وغځېږي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا دا کومېټۀ تر هغې وروسته وټاکل شوه، چې وسله والو پاکستاني طآلبانو د روانې مياشت په ٢مه نېټه ددې هېواد له حکومت سره له يو مياشتنى اوربند اعلان کړ او په دې موده کې يې خپل ټول جهادي فعاليتونه لغوه اعلان کړل.

همدا راز د روانې مياشت په ٦مه نېټه د پاکستاني حکومت د سولې کومېټې او د وسله والو طالبانو استازيو اعلان وکړ، چې له طالبانو د سولې خبرې اترو حساس پړاو ته ننوتي او د همدې موخې لپاره يې د يوې نوې او پياوړې کومېټې د جوړولو غوښتنه وکړه، ترڅو د پرځاى او پر وخت پرېکړې کولو واک ولري.

راپوږ: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG