د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

اشټن: د ایران د اټمي پروګرام په اړه هراړخیزه موافقې ته د رسېدو ضمانت نشته


د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشره وایي، د دې ضمانت نشي کیدای چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي خبرو اترو په نتیجه کې یودایمي توافق ترلاسه شي.

کاترین اشټن چې له ایراني چارو اکو سره د خبرو لپاره پرون ایران ته تللې؛ نن یې په تهران کې د ایران د بهرنیو چاروله وزیرمحمد جواد ظریف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل؛ د دې په نظرموقته موافقه مهمه ده؛ خو نه د هغې بلې هراړخیزې موافقې په څیرچې دوی یې د ترلاسه کولو لپاره اوس خبرې مخ ته وړي.

"اجازه راکړئ ووایم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د هغه ټیم د هغو کارونو په خاطر چې تراوسه یې کړي ستایم. ماله ایران سره له نژدې څلورو کالو راپدیخوا پر دغو مسالو خبرې اترې کړي او زه فکرکوم چې دغه موقته موافقه ډیره مهمه ده خونه د هغې بلی هراړخیزې موافقې په څیرچې موږ یې د ترلاسه کولو لپاره کارکوو.

مشکلات او ستونزې شته او د دې ضمانت نشي کیدای چې دغه پروسه به کامیابه شي خو زماپه نظردا دیره مهمه ده چې د دې کارلپاره د ایران د خلکو ملاتړچې اوس یې د بهرنیو چارو وزیرظریف او دهغه ټیم مخ ته وړي او زما له کارڅخه د نړیوالې ټولنې ملاتړدوام وکړي. زموږ هدف دادی چې باید هڅه وکړو چې بریالی شو."


د ایران د بهرنیوچارو وزیر جواد ظریف وویل، ایران به یواځې هغه موافقه ومني چې؛ د ایران حقونو ته درناوی وکړي. د هغه اشاره د یورانیمو غني کولوته وه چې ایران وایي باید د خاورې دننه دغه پروسه دوام وکړي. ظریف د دې ترڅنګ یوځل بیا د ایران پر پخواني دریځ ټینګار وکړ چې هیواد یې د اټومي وسلو د تولید په لټه کې ندی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرزیاته کړه، ایران له خپله اړه سیاسي اراده ښودلې اوهغه کارونه یې کړي چې ورته اړتیا وه او هم دې ته تیاردی چې د یوې دایمي موافقې د ترلاسه کولو لپاره خپلوهڅوته دوام ورکړي.

"زماپه نظرکه موضوع همداوي موږ د خبرو په دغه لومړي پړاو کې د پنځو میاشتو یا د څلورمیاشتو په موده کې او ښایي له دې هم مخکې دغه هدف ترلاسه کړو. خو په دې شرط چې دا ومنل شي چې ایران به یواځې هغه حل لاره ومني چې درناوی پکې وي، یانې د ایران د خلکو حقونو ته درناوی پکې شوی وي. په عین وخت کې ایران دغه حل لاره د ځان په ګټه وبولي او د دې یقین حاصل شوی وي چې نوربه د ایران پرنیت شک نه کیږي ځکه موږد اټومي وسلو د تولید نیت نه لرو."

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د موقتې موافقې له مخې چې د تیرکال په نومبر کې ترلاسه شوه، ایران په سلو کې ترشل پورې د یورانیمو د غني کولو پروسه بنده کړې او هغه یې ترپنځو فیصدوپورې محدوده کړې ده. نړیوالو هم په بدل کې پردې هیواد بندیزونه نرم کړی دي.
XS
SM
MD
LG