د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۶

تهران له نوي ډیلي سره د اړیکو یو نوی باب پرانیزي

ایران د سیمي او د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړي کیدو د هڅو په ترڅ کې له هند سره هم د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکي پیاوړي کوي.

په پام کې ده چې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ نوي ډیلي ته لاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د روانې اونۍ په پای کې هند ته لاړ شي. تهران هڅه کوي چې له نوي ډیلي سره د اړیکو یو نوی باب پرانیزي.

د ایران د ایرنا رسمي خبری اژانس د راپور له مخې جواد ظریف به د یوه جګ پوړی پلاوی په مشرۍ په دوه ورځني سفرهند ته لاړشي او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د اړیکو د پیاوړي کیدو پرلاروچارو به خبرې وکړي.

فرانسپرېس خبري اژانس د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، وایي، دغه سفر به د دې لپاره یو فرصت وي چې د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.

له هندي چارواکو سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د هیت خبرې به د افغانستان د مسالې، د تشدد او تروریزم په وړاندې د مبارزې په ګډون د سیمې او نړۍ او هم له هند سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د راپور له مخې بله موضوع چې دواړه خواوې به پرې خبرې کوي هغه هند ته چې د انرژۍ وږی او په نړۍ کې د تیلو څلورم سترواردونکی دی، د ایران د اومه تیلو صادرات وي.

هند له ۲۰۱۲ کال وروسته چې لویدیدځ د تهران د اټومي پروګرام په خاطر پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، له دې هېواده په وارداتو کې ډیر کموالی راوستی دی.

نوی ډیلی له ایرانه د ورځې نژدې دوه سوه زره بیرله تیل واردوي.

پر ایران لګول شویو بندیزونو دغه راز له دې هیواد سره مالي معاملې هم محدودی کړي چې دې کار د تیلو د پلورلو له پلوه له هنده ایران ته د ډالرو لیږد هم له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې هند له ایرانه د تیلو د رانیولو له پلوه د تهران نژدې پنځه ملیارډ او درې سوه میلیون ډالره پوروړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې هند ته ځي چې ایران او د نړۍ قدرتونو تیره اونۍ د یوې دایمې موافقې د حاصلولو لپاره د خبرو پر چوکاټ او وخت موافقه وکړه.

که دغسې یوه موافقه ترلاسه شي، هغه به د ایران د اټومي پروګرام پرسرد لویدیځ اندیښنې لیرې کړي او هم به پرایران د لګول شویو بندیزونو لیرې کیدو ته لاره پرانیزي.

د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د تیرې نومبرد میاشتې د موقتې موافقې له مخې ایران منلې چې د یورانیمو د پروګرام ځینې برخې د شپږو میاشتو لپاره بندې کړي چې په بدل کې یې هم پردې هیواد د نړیوالې ټولنې بندیزونه نرم شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران د ولسمشرحسن روحاني حکومت د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره هڅې تیزې کړي او هم یې په اسیا او اروپا کې له خپلو متحدینو سره پراقتصادي اړیکو غورپیل کړی دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG