د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۶

د ملي اسلامي محاذ ګوند له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ

د پیر سید احمد ګیلاني په مشري د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند د جمهوري ریاست له کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه د خلکو او ګوندونو د ملاتړ په لړ کې
د ملي اسلامي محاذ ګوند له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.

د دې ګوند سرپرست سید حامد ګیلاني د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ څو ورځې یې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره ناستې ولاړې درلودې.

ګیلاني زیاته چې، د اشرف غني احمدزي پلانونه د هېواد په ګټه دي؛ نو ځکه یې ملاتړ ترې اعلان کړ:

"له ژورې مطالعې څځه وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې؛ له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړو د اشرف غني پلانونه زموږ د هغه هڅو برخه ده چې؛ موږ پنځه دېرش کاله وړاندې پیل کړې وې، د ښاغلي اشرف غني پلانونه د نورو کاندیدانو په پرتله روښانه او واضح دي."

هغه زیاته کړه، د ښاغلي احمدزي لنډمهاله، منځ مهال او اږدمهال پروګرامونه او پلانونه جامع، پراخ او د ټولو افغانانو په ګټه دي.

د پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د ملي اسلامي محاذ ګوند پنځه دېرش کاله وړاندې رامنځ ته شو او د دې ګوند چارواکو په وینا په افغانستان کې لسګونه زره پلویان لري.

له دې نه وړاندې په افغانستان کې یوشمېر ګوندونو او خلکو د غونډو په جوړولو سره له بېلابېلو کاندیدانو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

د افغانستان د راتلونکو جمهوري ریاست لپاره یوولس کاندیدان په خپلو کې سیالۍ کوي او ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د حمل په شپاړسمه نېټه وشي.

راپور:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG