د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

پاکستان او ايران پر ګډه پوله د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره ګډه کومېټه جوړه کړه


د بلوچستان او ايران چارواکيو په کوټه کې تر درې ورځنۍ خبرو وروسته پرون يوه ګډ خبري کنفرانس ته ويلي، چې د پولې دواړو غاړو ته به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوي.

پاکستاني چارواکيو له ايرانه ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړى، چې هڅه به وکړي له ايرانه را تښتول شوي پينځه ايراني عسکر که د پاکستان په خاوره کې وي، د وسلوالو له منګولو خوشي کړي.

د پاکستان او ايران د ګډې پولې د کميسون اوولسمه غونډه په کوټه کې وشوه، چې درې ورځې يې دوام وکړ. په دې غونډه کې د ايران او بلوچستان لوړپوړيو چارواکيو ګډون وکړ، چې د ايران تر منځ د ګډې پولې پر سر د تجارات، اقتصاد، د قانوني تګ راتګ او د امنيت په اړه يې خبرې وکړې. تر درې ورځنيو خبرو وروسته يې د جمعې په ورځ يوه ګډه توافقنامه لاسليک کړه او رسنيو ته يې مالومات ورکړل.

د ايران د سيستان بلوچستان ايالت مرستيال والي علي اصغر مير شکاري چې د ايراني پلاوي مشري يې کوله، رسنيو ته وويل چې له پاکستاني چارواکيو سره په خبرو کې پر دې موافق شول، چې وسلوالو به نه پرېږدي، د ايران پاکستان د ګډې پولې پر سر تروريستي فعاليت وکړي او دواړه هېوادونه يو پر بل بې باوره کړي.

علي اصغر مير شکاري وويل، لس ورځې وړاندې د سني وسلوالې ډلې «جيش العدل» له خوا د تښتول شويو ايراني سرتېرو پر تښتونه د ايران خلک زښته ډېر خواشيني دي، خو وايي پاکستاني چارواکيو ورته ډاډ ورکړى، چې د نيولو لپاره به يې ګړندۍ هڅې وکړي:

"موږ په دې درې ورځو کې پر بېلابېلو سرحدي چارو خبرې وکړې، خو خاص خبرې مو د خپلو هغو سرتېرو په اړه وې، چې د يوې وسلوالې ډلې تروريستانو تښتولي دي، ځينې داسې تروريستي ډلې دي، چې ډېر ناوړه اهداف لري او غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري پيدا کړي، موږ په دې اړه هم خبرې وکړې."

ښاغلي مير شکاري وويل، چې د پاکستان او ايران تر منځ قانوني تجارت به تر پخوا زيات شي، د ټوريزم صنعت ته به وده ورکړي او دواړو غاړو ته د کب نيوونکيو ستونځې به هوارې کړي.

د بلوچستان ايالتي لوى سيکرتر بابر يعقوب فتح محمد- چې د پاکستاني پلاوي مشري يې کوله- وويل، که د وسلوالو له خوا تښتول شوي ايراني سرحدي سرتېري د پاکستان په خاوره کې وو، دوى به ضرور د نيولو لپاره پلټنه وکړي:

"موږ دوى ته بشپړ ډاډ ورکړى، چې که د دوى تښتول شوي سرتېري د پاکستان په خاوره کې وي د موندلو لپاره به يې بشپړه مرسته کوو او په دې اړه مو يوه تګلاره هم جوړه کړې، له دې پرته مو يوه کومېټه جوړه کړې، چې د دواړو هېوادونو غړي به پکې وي، دوى به د پولې پر سر د دواړو هېوادونو په خاورو کې د ترهګرو فعاليتونه څاري او له يو بل سره به ټول مالومات شريکوي."

د پاکستان او ايران تر منځ د پولې ټاکلو لومړنى قرارداد په ١٩٥٨م کال کې لاسليک شوى، تر هغه وروسته په ١٩٦١م کال د سرحدي چارو د انتظام لپاره يو قرارداد وشو، چې له مخې يې په ١٩٨٧م کال کې يو د دواړو هېوادونو د ګډ سرحدي کميسون پر جوړېدو موافقه وشوه، چې بيا به هر کال د دواړو هېوادونو د چارواکيو غونډې کېدلې او اوولسمه غونډه يې پرون په کوټه کې پاى ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د ايران او پاکستان د ګډې پولې د کميسون راتلونکې غونډه به د اګست پر ٢٤مه نېټه د ايران په زاهدان ښار کې کېږي. د سيستان ايالت مرستيال والي د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او همدارنګه د بلوچستان له والي محمدخان اڅکزي او له اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅه وغوښتل، چې د ايران سيستان ايالت ته ورشي او د دوى تر منځ د ګډې پولې پر سر د ناامنۍ له امله پيدا شوي اختلافات له منځه لاړ شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل - کوټه
XS
SM
MD
LG