د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

په کابل کې د نن ورځې په انتحاري حملې کې یو کس وژل شوی


چارواکي وایې، په کابل کې د نن ورځې په انتحاري حملې کې یو کس وژل شوی او څلور تنه ټپیان دي.

دغه حمله د کابل ښار د تایمني په سیمه کې د افغانستان د اسماعیلیانو د مشر سید منصور نادري پورې مربوط د ناصر خسرو په نامه د یوه کتابتون په محوطې کې شوې ده.

د کابل د امینې قومندانۍ چارواکي وايي، په نننۍ حمله کې له حمله کوونکي پرته د یوه فرهنګي مرکز یوازې یو هغه ساتوونکی وژل شوی چې انتحار کوونکي ته یې غیږ ورکړې او په دې توګه یې دغه مرکز د هغه د ننوتو مخه نیولې.

دا حمله د تایمنیو په سیمه کې سهار شاوخوا نهه بجې وشوه.

د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، څلور ملکي کسان هم په کې ټپیان شوي دي:

"نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د حکیم ناصر خسرو بلخي په نامه یو فرهنګي مرکز ده، چې انتحاري حمله کوونکي د دې تعمیر محوطې ته ننوځي او کله چې ده ته اجازه نه ورکول کیږي، نو د حویلې دننه ځان ته چاودنه ورکوي، چې په نتیجه کې یې د همدې ځای یو تن ساتونکی وژل کیږي او د یوه خصوصي شرکت څلور کارکوونکي سربیرن ټپیان کیږي."

ښاغلی ستانکزی وایي، دا ودانۍ د افغانستان د اسماعیلیانو د مشر سید منصور نادري مربوط ده چې په کې میلمستون، شخصي شرکتونه او د انتخاباتي کمپاین یو مرکز دی.

خو نوموړي په دې اړه چې د حمله کونکي هدف څوک وو، معلومات ورنکړل.

پردې ودانۍ د جمهوري ریاست د یوه کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مربوط یوه غټه لوحه هم ځوړنده وه.

تر دې شاوخوا لس ورځې مخکې د کابل په پلچرخي سیمه کې په یوې انتحاري حمله کې د آیساف ځواکونو دوه قراردادیان ووژل شول او اوه ملکي وګړي ټپیان و.

د پنجشنبې ورځې د انتحاري حملې په اړه دوو کسانو آزادي راډیو ته خپل د سترګو لیدلی حال داسي بیان کړ

"دقیقا نهه بجې او شل دقیقې وې چې یوه غټه چاودنه وشوه. د هوټل او شاوخوا دوکانونو هیندارې هم ماتې شولې. اوس خو دلته کتابتون دی.

کله چې انتحاري حمله وشوه موږ همدلته و. ډیره خطرناکه حمله نه وه."


عیني شاهدان دغه راز وایي، چې وخت ناوخت په دغې ودانۍ کې د انتخاباتي کمپاینونو غونډې هم جوړیږي. خو دا لا نه ده روښانه چې ایا د حمله کوونکي هدف په ودانۍ کې د انتخاباتي کمپاینونو دفترونه وه او که څنګه.

د دې حملې مسولیت هم تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG