د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۷

د کانکور داوطلبان وايي، د ازموینې لغوه کول د دوي پر روحیې منفي اغیزه کوي


د کانکور د ازموینې یو شمېر داوطلبان وایي، چې په ځینو ولایتونو کې د ازموینې ځنډول او یا لغوه کول د دوي پر روحیې منفي اغیزه کوي.

دوي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت باید پرې نږدې د متخلفو کسانو په خاطر د کانکور د ازموینې د نورو ګډون کوونکو حقونه تر پښو لاندې شي.

خو د لوړو زده کړو وزارت وایي، دوي ځکه په یو شمېر ولایتونو کې د کانکور ازموینې د لغوې یا ځنډولو پریکړه کوي، څو دا بهیر شفاف پر مخ ولاړ شي.

په هرات کې د کانکور د ازموینې تر ځنډیدو وروسته د کانکور یو شمېر داوطلبان د لوړو زده کړو له وزارته غواړي چې په دې بهیر کې د تقلب مخنیوی وکړي.

یو شمېر دې داوطلبانو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان په یو شمېر حوزو کې د کانکور د ازموینې ځنډول یا لغوه کول د دوي پر روحیې منفي تاثیر کوي او دوي بل ځلې په ازموینې کې ګډون ته زړه نه ښه کوي.

د هرات د کانکور دوو ګډون کونکو صفي الله امیري او نصیر احمد ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"موږ تقریبا له یوه یو نیم کاله څخه د کانکور د ازموینې لپاره امادګي نیوله او پرون د کانکور ازموینه، د سوالونو د معلومیدو په خاطر وځنډول شوه. دې کار زموږ پر روحیې بد تاثیر وکړ.

موږ د لوړو زده کړو له وزارته دا غوښتنه لرو چې کوښښ دي وکړي په ټول افغانستان کې د کانکور ازموینه په شفافه توګه واخلي. د متخلفو خلکو له مداخلې څخه دي مخنیوی وکړي."


دوي زیاته کړه، چې د کانکور په ازموینه کې د تقلب د مخنیوي لپاره باید د هرې برخې لپاره اختصاصي ازموینه واخیستل شي.

د کانکور د ازموینې په اړه وروسته له هغې په ځینو ولایتونو کې شکایتونه وشول، چې په هرات کې د یکشنبې په ورځ مخکې له مخکې نه د کانکور د سوالونو د راوتلو په خاطر دا ازموینه وځنډول شوه او څه باندې څلویښت کسان یې په تړاو و نیول شول.

تردې پخوا په لوګرکې هم د کانکور ازموینه وروسته له هغې لغوه اعلان شوه چې؛ په کې د تقلب او نقل راپورونه خپاره شول او هلته دویم ځلي د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

له همدې امله په لوګرکې مظاهرې هم وشوې.

سږکال په پروان او بدخشان ولایتونو کې هم د کانکور په ازموینه کې د یو لړ ستونزو راپورونه ورکړل شول.خو د لوړو زده کړو وزارت بیا په دې نظر دې چې په یو شمېر ولایتونو کې د کانکور د ازموینې د ځنډولو او یا لغوه کولو پریکړه په دې پروسه کې د شفافیت د راوستلو په هدف کیږي.

د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کانکور د ازموینې په بهیرکې چې هرډول تخلف موجود وي او د کانکور ازموینه تر پوښتنې لاندې راولي، نو طبیعي ده چې موږ هرې حوزې ته خپل پلاوي استوو او بلاخره هغوي د کانکور د ځنډولو او یا لغوه کولو پریکړه کوي.

نو د ازموینې ځنډول په دې معنی ده چې موږ د دې مسالې پر شفافیت ډیر ټینګار کوو."


ښاغلی نوربخش وایې، تر اوسه د کابل په ګډون د هېواد په پنځه دیرشو حوزو کې د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې سږکال دوه لکه او شپیته زره کسانو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره کارټونه اخیستي دي.

خو په دې بهیر کې موجوده ستونزو ته په کتو دا ګرانه بریښي چې لږ تر لږه له دې دوه لکه او شپیته زره کسانو څخه دې وړ کسان د پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG