د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

پېښور: په سينما کې بمي چاودنو ١١ کسان ووژل


د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور کې په يوې سينما کې بمي چاودنو شاوخوا ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پېښور ښار د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، د سه شنبې په ورځ مازيګر د پېښور د باچا خان چوک په شمعې سينما کې درې بمي چاودنې شوي دي، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه ١١ کسان مړه او ٢٥ ټپيان شوي دي.
د امنيتي چارواکيو په وينا ، په شمع سينما کې نزدې ١٠٠ کسان موجود وو، چې نامعلومو وسله والو په سينما کې لومړى ډزې وکړې او بيا يې درې لاسي بمونه وغورځول، چې له امله يې خلکو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر اعجاز خان د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، تراوسه پورې د شمعې سينما په بمي بريدونو کې ١١ کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي، چې د څلورو حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي:
" پر [شمعې] سينما کې مازيګر هغه مهال نامعلومو کسانو بريد وکړ، چې شاوخوا ١٠٠ کسان د فلم نندارې ته ناست وو. بريد کوونکي لومړى په دروازه کې يو لاسي بم وغورځاوه او بيا يې دننه د سينما په هال کې دوه لاسي بمونه وغورځول، چې له امله يې هال کې اور ولګېد او مرګ ژوبله يې واړوله."
نوموړي همداراز وويل، څو ورځې وړاندې په قصه خوانۍ کې پر سينما تر بريد وروسته مو د ښار د سينماګانو امنيت لا سخت کړى و، خو له بده مرغه ترورېستان يو ځل بيا په خپل هدف کې بريالي شول.
شمع سينما د پېښور په ګڼ بازار باچا خان چوک کې موقعيت لري، چې شاوخوا شل کاله پخوا جوړه شوې ، چې هره ورځ پکې درې_ څلور پښتو فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور او اړوندو سيمو څخه سلګونه کسان ورته ورځي.
د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په باچا خان چوک کې په شمعې سينما کې دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې د روانې مياشت په ٢مه نېټه هم د قصه خوانۍ بازار په "پکچر هاوس" نومي سينما کې دوه چاودنې شوې وې، چې په ترڅ کې يې ٥ کسان مړه او ٣١ ټپيان شوي وو.
د پېښور په شمعې سينما کې دا بريد په داسې مهال شوى، چې د پاکستاني حکومت او د وسله والو پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوي دي او دواړه خواوې هڅې کوې، چې خبرې پرمخ بوځي.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ددې هېواد د کورنيو چارو وزير، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پېښور اعلى وزير د پېښور په سينما کې بمي بريد غندلى او دا يې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د سبوتاژولو سازش بللى.
د يادونې وړ ده، چې د پېښور په شمعې سينما کې د بمي د بريد مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG