د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

روحاني: ایران تیار دی چې د نړېوالې ټولنې سره خپله همکاري زیاته کړي


د ایران جمهور ریس حسن روحاني نن د نړي اقتصادي فورم ته چې د سویس په داووس ښار کې غونډه لري په وینا کې د نړیوالۍ همکارۍ او امنیت په اړه خبرې وکړې.

روحاني وویل، ایران تیار دی چې د امریکا په ګډون د نړېوالې ټولنې سره خپله همکاري زیاته او اړیکي ښه کړي.

جمهور ریس روحاني نن د نړېوال اقتصادي فورم غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې هیڅ ولس په یوازیتوب پرمختګ نه شي کولای:

"له امریکا سره د ایران د معاملې یوې نوې مرحلې ته ننوتې دي. اول وار د دواړو هېوادو سیاستوالو خبرې وکړې، نظرونه یې تبادله کړل او د اټمي مسایلو په اړه د موجود اختلافاتو د حل لپاره یې پریکړې وکړې.
دا د اسلامي انقلاب راهیسې یو مهم پرمختګ دی."

د جرمني خبري اژانس وايي، حسن روحاني د کنفرانس په څنډه کې وویل چې په تهران کې د امریکا د سفارت بیا پرانیستل کیدل هم ناممکنه خبره نه ده .

حسن روحاني په سویس کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادو څه باندې دوه نیم زره سیاسي او تجارتي استازو ته په وینا کې د سوریې روان بحران په سیمه کې یو ستر ناورین وبلل او ویي ویل چې هلته د روانو خونړیو پيښو د مخنیوي یوازنۍ لاره د ازادو او منصفانه انتخاباتو ترسره کیدل دي:

"ترهر څه وړاندې، موږ ټولو ته ښايي چې په سوریه کې د روانې جګړې او وینې بهیدو مخنیوی وکړو.

دوهم، ټول هڅه وکړو چې له دې هېواده تروریستان وباسو او هغو هېوادو ته چې د تروریستانو ملاتړ کوي باید ووایو چې دا کار یې په ګټه نه دي ځکه هغوی خپله هم د تروریزم هدف ګرځيدلای شي.

په سوریه کې باید اپوزیسیون او حکومت ته په مذاکرو کې د برخې اخیستو لاره هواره کړو.

په سوریه کې وروستۍ حل د انتخاباتو ترسره کیدل دي."


تهران په سوریه کې د جمهور ریس بشارالاسد د رژیم عمده ملاتړ کوونکی دی او هلته د بشارالاسد د له واکه لرې کیدو په شرط د انتقالي حکومت رامنځ ته کیدل ردوي. له دې امله د ملګرو ملتو سازمان تیره اونۍ په سویس کې د سوریې د وضعیت په اړه د خبرو په نړیوال کنفرانس کې د تهران ګډون لغوه کړ .
XS
SM
MD
LG