پر طبعي منابعو د څار د شبکې غړي وايي، همدا اوس هم د افغانستان په ځینو سیمو کې جګړه د کانونو د غیرقانوني کیندنو او د قیمتي ډبرو د قاچاق له امله دوام لري.
د شنبې په ورځ د دې شبکې غړو وویل؛ چې د کانونو په غیر قانوني کیندنو او د قیمتي ډبرو په قاچاق کې ځینې لوړپوړي دولتي چارواکي، سیمه ییز پولیس او وسله وال مخالفین لاس لري.
پر طبعي منابعو د څار شبکې یوه غړي جاوید نوراني ازادي راډیو ته وویل؛ چې له افغانستانه هره ورځ په زرګونو ټنه قیمتي ډبرې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کیږي.
"هره ورځ دوه زره ټنه کرومایټ ډبره له سرحد نه تېریږي. د مخالفو ډلو ځیني کسان هم ترې ګټه اخلي. تقریباً ۵ زره ټنه سنګ ذغال له افغانستانه استخراجیږي.
په کوه صافي کې جګړه پر معدنو روانه ده، په بدخشان کې جګړه په معدنو روانه ده، په خوست جګړه د کورمایټو په ډبرو روانه وه؛ وکیلان په دې کې دخیل دي، محلي پولیس په کې دخیل شوي، چې یا امنیت نیسي او یا غیر مستقیم استخراج کوي."
پر طبعي منابعو د څار شبکه له افغان حکومته غواړي؛ هغه ۱۴۰۰ شرکتونه او اشخاص دې محاکمې ته وروپیژني؛ چې کانونو وزارت یې شااوخوا شپږ میاشتي مخکې لیست خپور کړی و.
دا د هغو شرکتونو اشخاصو لست دی چې؛ په هېواد کې په غیر قانوني توګه د کانونو په کندنو تورن دي.
پر طبیعي منابعو د څار شبکه یو کال مخکې جوړه شوې او ۱۸ مدنې ټولنې په کې غړیتوب لري.
د څار شبکې غړي وایي، یوازې د کابل ولایت په شا او خوا سیمو کې ۷۲۰ ځایونه په غیر قانوني ډول کانونه کیندل کیږي چې؛ څوک یې مخنیوی نه کوي.
د څار شبکې د دغو انتقادونو په اړه تر اوسه د کورنیو چارو او کانونو وزارتونو مسوولینو څه نه دي ویلي؛ خو د کانونو وزارت مسوولینو څه وخت مخکې ویلي وو؛ چې په ځینو سیمو کې کانونه په غیر قانوني توګه کیندل کیږي.
د کانونو وزارت پر خپله انټرنټ پاڼه د هغو ځایونو؛ شرکتونو او اشخاصو نومونه اعلان کړي وو، چې په غیر قانوني ډول کان کیندنو کې لاس لري.
د کانونو د غیر قانوني کیندنو او د قیمتي ډبرو په قاچاق کې د ملي شورا پر ځینو غړو هم تور لګول شوی، د ولسي جرګې منشي انجنیر سید اکرام ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه تور نه دوی ردوي او نه یې هم مني.
"زه دا موضوع نه تاییدولی شوم اونه یې هم منلی شم. تایید په دې معنی چې د ولسي جرګې له اداري هیات سره داسې کوم اسناد نشته چې څوک په دې ډول مسایلو کې لاس لري او رد په دې معنی چې موږ له بېلابېلو ولایتونو څخه استازي لرو چې؛ کیدای شي ځیني کسان په کې لاس ولري."
پر طبعي منابعو د څار شبکې د غړو په نظر د افغان دولت له خوا د کانونو د قانون د مسودې نه تصویب هم د دې سبب شوی؛ چې په غیرقانوني توګه کانونه وکیندل شي او قیمتي ډبرې یې نورو هېوادونو ته قاچاق شي.
د امريکا د جيولوجۍ د ادارې د يوې سروې له مخې افغانستان د درې تريليونو ډالرو په ارزښت کانونه لري چې؛ په راتلونکي کې به د دې هېواد د کورنيو عوايدو لویه برخه وي.
خو دا معلومه نه ده، چې افغانستان به د خپلو دغو طبعي زیرمو څخه د خپل اقتصاد د غښتلتیا لپاره ګټه واخیستلای شي او که نه؟
راپور: معصوم میوند