د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۵

"د هېواد په څلورو ولایتونو کې د موسیقي ملي انسټیټیوټونه جوړیږي"


د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري؛ په نږدې راتلونکي کې په کندهار، بلخ، هرات او بامیان ولایتونو کې د موسیقي ملي انسټیټیوټونه جوړ کړي.

د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک وايي، هڅې روانې دي چې په هیواد کې د موسیقۍ د زده کړې لپاره د نړۍ له معیار سره سم ځینې امکانات برابر شي.

هغه د شنبې په ورځ د په کابل کې د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ د زده کړو د نوې ودانۍ د پرانستلو په غونډه کې وویل:

"موږ داسې یو انسټیټیوټ جوړ وو، چې په تولو نړیوالو میعارونو برابر او له نړۍ سره سیالۍ وکړي. دا ودانۍ نن افتتاح شوه او هڅه کوو چې ټولو انسټیټیوټونه خود کفیل کړو او همدارنګه به په کندهار، مزار، بامیان او هرات کې هم دا ډول د موسیقۍ مرکزونه جوړ کړو."

ښاغلي وردک زیاته کړه چې، د موسیقي د عملي زده کړو لپاره دغه ودانۍ د څه باندې یو لک امریکايي ډالرو په ارزښت د انګلستان د کلتوری مرکز او ډنمارک په مالي مرسته جوړه شوې.

د وردک په خبره دغه ودانۍ شل درسي خونې او د موسیقي د آلو جوړلو یو ورکشاپ لري.

د افغانستان د موسیقي ملي انسټيټیوټ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړ شوی؛ اوس ۱۷۵ تنه زده کوونکي لري چې؛ ۵۵ تنه یې نجونې دي.

زده کوونکو ته په کې سربیره پر افغاني موسیقۍ غربي موسیقۍ هم ور زده کیږي.

د موسیقي د دې تعلیمي مرکز زده کوونکي د موسیقۍ له زده کړو څخه راضي دي؛ خو ښځینه زده کوونکې یې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي او کورنیو محدودیتونو په اړه شکایتونه لري.

دوو تنو زده کوونکو نذیرې او راضیې ازادي راډیو ته وویل:

"۱- درې کاله کیږي چې، زه د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې درس وایم؛ زما رښته [چیلو] ده زه په کورکۍ ستونزې لرم او هم مسلکي استادان نه لرو.

۲- زه د [کلرېنیټ] په برخه کې زده کړې کوم، غواړوم چې یوه موسیقي دانه شم او له غواړم چې افغانستان ته خدمت وکړم."


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انیستیتیوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمت وايي چې؛ د موسیقي زده کړه او پراختیا د افغانستان د کلتور د احیا یوه برخه ده.

د دې مرکز زده کوونکو پرو سږکال په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې کنسرټونه هم ورکړل.
دوی په نیویارک کې د "کارنیګي هال" او په واشنګټن کې د "کېنېډي" په مرکز کې کنسرټونه ورکړل او د امریکايي کوربنو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

راپور: مرضه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG