د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۲

امریکايي چارواکي: امنیتي تړون باید ژر لاسلیک شي


امریکایي لوړرتبه پوځي او ملکي چارواکو یوځل بیا له افغانستان سره د امریکا د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون پرژرلاسلیک کیدو ټینګاروکړ.

د امریکا د دفاع وزیرچک هیګل او د پوځ لوی درستیزجنرال مارټین ډیمپسي په پنتاګون کې د روان میلادي کال د ډسمبرپه ۱۹ په وروستي خبري کنفرانس کې پرافغان مشرانو غږ وکړ چې دغه تړون ژرترژره لاسلیک کړي.

هیګل وویل، د دغه تړون لاسلیک کیدل به امریکایي او د متحدینو چارو واکو ته د دې امکان برابر کړی چې؛ د پلان جوړلو او له ۲۰۱۴ م کال وروسته په دې هیواد کې د پاتې کېدود انتخاب لپاره کافي وخت ولري. هغه وویل، متحده ایالات تراوسه په جګړه کې دی او د دفاع وزارت چاراکي د افغانستان پرجګړې تمرکزته دوام ورکوي.

دواړو پوځي مشرانو په افغانستان کې د پوځ د پرسونل ستاینه وکړه او ویې ویل چې، دوی هلته په سختو شرایطو کې خدمات سرته رسوي. چک هیګل د یوې هلیکوپټرې د راغورځیدو په وروستۍ پیښه کې د شپږو امریکایي عسکرو په وژلو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې، موږ د ټولو هغو پوځیانو مسوولیت لرو چې؛ نن ورځ په افغانستان کې دنده ترسره کوي او هغوی چې په دې هیواد کې د تیرو دولسو کلونو په جګړه کې قرباني ورکړې ده.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي دې پوښتنې ته چې داسې ادعاوې شوي چې؛ ګواکې افغان امنیتي ځواکونو له سیمه ییزو طالبانو سره یوه موافقه کړې، که څه هم مستقیم ځواب ورنه کړ، خو ویې ویل چې، همداعلت دی چې موږ د امنیتي تړون لاسلیک ته اړتیا لرو؛ ځکه چې تعادل ورپورې تړلی او هرڅومره چې دا مساله ځنډیږي، همغومره د هلمند د سنګین له اوسیدونکو سره دا پوښتنه راپورته کیږي چې؛ ایا موږ به د دوی په خوا کې یو او د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړي کېدل به دوام ومومي چې؛ وکولی شي، د طالبانو د نفوذمخه ونیسي.

ډیمپسي زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او تقریباً په ټولو سیمو کې پرطالبانو برلاسي دي؛ خو دوی د لوژستیک، استخباراتو، مشورې او د ټرانسپورت په برخو کې مرستې ته اړتیا لري چې؛ په دې برخو کې پرمختګ به دغه ځواکونه په یوه قوي او باثباته ځواک بدل کړي.

خو د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل چې؛ افغان امنیتي ځواکونه تراوسه پورې دغې مرحلې ته چې په خپل ځان اعتماد ولري؛ نه دي رسیدلي، ځکه هغوی ته د مسولیتونو د لیږدولو څخه یواځې یوکال تیریږي اودوی د ۲۰۱۴ کال لومړۍ نیمایي له سیاسي انتقال سره مخامخ دی او وروسته هم څه وخت د نوي حکومت په جوړولو تیریږي او یواځینی شی چې دوی یې اوس کم لري؛ هغه پرځان باور دی او دی ډېر په اطمینان ویلی شي چې؛ دغه امنیتي تړون دغه باوردوی ته ورکولی شي.

افغان ولسمشرحامدکرزي ویلي، دغه تړون به هله لاسلیک شي چې؛ امریکا د افغانستان شرایط عملي کړي. کرزي ویلي، امریکا دې د افغانانو پر کورنو عملیات بند کړي او له طالبانو سره دې عملي سولې ته لاره پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې مرستیالې "ماری هارف" په همدې ورځ په واشنګټن کې په خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې راپورونه وایي، امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو لپاره د افغان ولسمشرشرایط منلي په ځواب کې وویل:

"یوځل بیا وایم چې، موږ په کراتو کراتو ویلي چې، هغه باید دغه تړون ژرترژره لاسلیک کړي. موږ فکر کوو چې، دا مهمه ده چې، هغو خلکو ته په مشخص ډول د راتلونکې په اړه یو ډول اطمینان ورکول شي او هم به موږ له خپله اړخه او هم ناټو او نور کولای شو چې؛ خپل پلانونه جوړکړو. په دې اړه نور څه نوي نه لرو. خو دا زموږ دریځ دی او هغه نه دی بدل شوی."

ماری هارف وویل، افغان ولسمشر په عام محضر کې په دې اړه خبرې کوي او دا نه غواړي چې، په دې اړه د ډیپلوماتیکو خبرو جزیات په ډاګه کړي؛ خو یو ځل بیا وایي چې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون متن بشپړ شوی او باید ژرترژره لاسلیک شي.
XS
SM
MD
LG