د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۶

د پاکستان او افغانستان د ګډ پارلماني پلاوو غونډه پای ته ورسیده


په کابل کې د پاکستان او افغانستان ګډ پارلماني پلاوي په خپله یولسمه غونډه کې د دواړو هېوادونو له پارلمانونو وغوښتل چې؛ د دوي پریکړې عملي کړي.

د سولې او امنیت د مسالې سربیره په دغه پریکړه لیک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سواګریزو اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادی فضاه له منځه وړل، د افغان مهاجرو لپاره د یوه منظم میکانیزم جوړول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو کنټرول له نورو مهمو مسایلو څخه بلل کیږي.

دغه ۲۸ ماده يیز پریکړه لیک د چهارشنبې په ورځ د دواړو هېوادنو د پارلمانونو د دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته خپور شو.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني چې؛ د افغان پلاوي مشري کوله وویل، چې په دې ناسته کې دوي په بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

نوموړي وویل چې؛ د دې ناستې اصلي هدف دا وو چې؛ څنګه کولای شي د پاکستان پارلمان په خپل حکومت فشار راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو موجوده ستونزو ته حل لاره پیدا کړي:

"کنفرانس ډير ښه و موږ د امنیت، تجارت، سولې او په نورو بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي، همدارنګه موږ په دې هم خبرې وکړې د یو بل خاوره باید د یو بل په ضد استعمال نه شي که جنګ په موږ تحمیل شوی نو حکومتونه باید په دې کې چټک ګامونه واخلي."

نوموړي وویل چې؛ د پاکستان او افغانستان پارلمانونه به دغه موضوعات په خپله اجنډا کې شامل کړي او د ګډو ستونزو او خنډونو په حل لارو به بحثونه وکړي.

د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو ګډې غونډې چې کله په کابل او ځینې وخت هم په اسلام اباد کې جوړیږي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پیل شوې.

په عین حال کې د پاکستان د پارلمان غړی او د دې هییت مشر افتاب احمد خان شیرپاو ژمنه وکړه چې؛ د دې جلسې پریکړه لیک به د پاکستان د پارلمان عمومي جلسې ته وړاندې کړي ترڅو په دې اړه عملي ګامونه واخیستل شي:

"موږ دا هیله لرو چې دا کتنه به ډير ښه تاثیر ولري، موږ دا پریکړه لیک به خپل پارلمان کې مطرح کوو او موږ له دواړو حکومتونو هم غواړو چې په دې باندې عملې ګامونه واخلي."

نوموړي همدا رنګه دا ډول غونډې مهمې وبللې او وویل چې؛ د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو بله غونډه به په اسلام اباد کې جوړه شي.

په عین حال کې یو شمېر افغان سیاسي څیړونکي بیا وایي، ترهغې چې د پاکستان استخباراتي اداره دا ستونزې اونا امنۍ حل نه کړي د پاکستان د پارلمان دا ډول ژمنې به نتیجه ورنه کړي.

د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې؛ افغان چارواکو تل ویلي چې؛ د تروریستانو ځالي د پولې په هغه غاړه کې دي او له پاکستان نه یې غوښتي چې پر وړاندې یې په جدي ډول اقدام وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې وویل چې؛ په افغانستان کې سوله لومړی د امریکا او دویم د پاکستان په لاس کې ده.

خو پاکستاني چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې؛ د دوي له هڅو سره سره وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته تر اوسه نه دي حاضر شوي.

راپور: ناجیه "ساپۍ"
XS
SM
MD
LG