د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

ایا افغانستان له پخوا څخه په ښه حالت کې دی؟


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د بریتانیا د صدارعظم ډیویډ کامرون د وروستیو څرګندونو په اړه چې په افغانستان کې یي پوځي ماموریت بشپړ یا ختم اعلان کړ، مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

انګلستان چاپ، انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي، چې په افغانستان کې په زرګونو کسان وژل شوي، په میلیاردونو ډالر مصرف شوي، خو پوښتنه دلته چې ایا افغانستان له پخوا څخه په ښه حالت کې دی؟

ورځپاڼه لیکې:

د بریتانیا د صدراعظم د خبرې مقصد ممکن دا وي چې؛ افغانستان د ۲۰۰۱ کال په پیل کې د القاعده شبکې مرکز بلل کېده او د هغه وخت حکومت د القاعده شبکې ملاتړ کاوه، خو په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته ښکاره شوه چې؛ د القاعده شبکې مرکز اصلا په افغانستان کې نه شته او طالبان هم له حکومتي واکمنۍ څخه لرې شوی دی.

انډپنډنټ زیاتوي، په تیرو دولسو کالو کې د افغانستان ښځو چې د طالبانو په واکمنۍ کې له تعلیم او کار څخه محرومې وې، یو ځل بیا وکړای شول چې صحنې ته شي او دا مهال په دې هېواد کې په میلیونونو جونې او ښځې په تعلیم او کار بوختې دي.

په دې سربیره په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو پانګوونې وشوې او د دې هېواد اقتصادي ماشین یي فعاله کړی دی.

په ۲۰۱۰ م کال بهرنیو مرستو د افغانستان د نا خالص ملي عاید په سلو کې ۹۷ برخه جوړوله.

خو ورځپاڼه لیکي: څه ډاډ شته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دا ټولې لاسته راوړنې وساتلې شي، د ښځو حقونه او اقتصادي سوکالي به ټول په اوبو نه لاهو کېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

دا چې په راتلونکې کې هیڅ ډول ډاډ نشته څنګه کېدای شي چې؛ د افغانستان ماموریت ختم یا بشپړ اعلان شي.

بریتانیا چاپ نورو ورځپاڼو، ډیلي ټيلګراف او ټایمز هم د ډیویډ کامرون د څرګندونو په اړه مضمونونه خپاره کړي او دده خبرې یي تر ډیره حده بې اساسه بللي دي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي:

ډیویډ کامرون د امریکا د وخت د جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په څير چې د عراق ماموریت یي بشپړ او ختم اعلان کړی و او اوس ګورو چې هلته څه تیریږي، د افغانستان په اړه هماغه اشتباه تکراروي.

بریتانیا چاپ بله ورځپاڼه، ګارډین په دې اړه لیکي: د ډیویډ کامرون اعلان د افغانستان له حقایقو سره اړخ نه لګوي.

د ورځپاڼې په باور، که چېرې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات له ګډوډیو سره مخامخ شي، افغانستان او ناټو به له یو ستر مشکل سره لاس او ګریوان شي.

ګارډین زیاتوي، که څه هم چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د قوت او غښتلیتا خبرې کېږې، دې ځواکونو ونشو کړای چې د امریکایي او انګلیس ځواکونو له مرستو او همکارۍ پرته په ټول افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ کړي.

ان بهرني ځواکونه په هلمند ولایت کې یعني په کوم ځای کې چې دوي دیره دي، د کوکنارو د کر په له منځه وړلو کې هم نه دي بریالي شوي.

ګارډین لیکي:

پوښتنه مطرح کېږي، د افغانستان ملي پوځ چې په ژبنې او قومي لحاظ په کې وحدت نشته او د وسایلو او تجهیر له پلوه هم له ستونزو سره مخامخ دی، ایا کولای شي په راتلونکي کې دا ستر مسولیت تر سره کړي.

ګارډین وړاندې لیکي:

په افغانستان کې د انګلیس عسکرو په قربانیو سره تر لاسه شوي لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ دي.

ورځپاڼه بیا هم پوښتنه کوي: ایا له دغو ټولو خطرونو او ګواښونوسره سره، د بریتانیا د صدراعظم دا اعلان چې وایي، په افغانستان کې ماموریت بشپړ شوی، پرځای دي؟
XS
SM
MD
LG