د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې وسلې او شپږ زره کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي نيول شوي دي. په دې سربېره په دغو عملياتو کې چارواکي د څو تنو طالبانو د نيول او ټپي کولو ادعا هم کوي.
چارواکي وايي، دغه عمليات د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار، چک او سيداباد ولسواليو کې شوي دي چې پکې د شپږ زره ګيلو ګرامه چاودېدونکو او درنو وسلو د نيولو ادعا کوي.
دوی وايي، په دې سربېره په عملياتو کې د طالبانو د يو سيمهييز قومندان په ګډون درې تنه وسله وال ژوندي نيول شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دغه عمليات له تېرو دوو اونيو راهيسې روان وو چې پرون پای ته رسېدلي دي.
دی وايي، په عملياتو کې له وسله والو څخه په نيولو شويو وسلو او چاودېدونکيو توکو کې سپکې او درنې وسلې، د سړک د غاړې شلخي ماينونه او د درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.
خوګياڼی په عملياتو کې د طالبانو د نيول شوي قومندان نوم قاري عبدالله ښيي:
"په مرکز میدان ښار کې د امنیتي مؤظفینو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شپږ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکې، درنې او سپکې وسلې، چې پکې د هاوان ګولۍ، سپکې او درنې وسلې، د سړک د غاړې د پرسونل ضد ماینونه او نور چاودېدونکي توکې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي، خو د یادو توکو په تور تر دا مهاله څوک نه دي نیول شوي."
خوګياڼي زياتوي چې د عملياتو پر مهال په نورو سيمو کې عامو وګړو او سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی< خو په چک ولسوالۍ کې بيا د عملياتو پر مهال د دوو تنو عامو وګړو د ټپيي کېدو خبره مني.
تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ميدان وردګو کې د سړک پر غاړو د ماينونو چاودنې او وسله والې نښتې په دې وروستيو کې کمې شوې دي.
دغلته هر کال د هوا له يخېدو سره د ناامنيو پېښې کمېږي او وسله وال د تاوده ژمي تېرولو په موخه له سيمې پښې سپکوي.
سيدشاه