تصدق حسين جيلاني نن پنجشنبې د پاکستان د نوي مشر قاضي يا قاضي القضات په توګه د خپلې دندې لوړه وکړه.
د تصديق حسين جيلاني د سوګند پورته کولو مراسم چې نن د دغه هېواد په جمهوري رياست کې ترسره شول، د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په ګډون په کې د دغه هېواد يو شمېر نورو جګپوړو چارواکيو ګډون کړى و.
٦٤ کلن جيلاني، له ٢٠٠٤م کال راهيسې د پاکستان په سترې محکمې (سپريم کورټ) کې دنده ترسره کوله او اوس د پاکستان د پخواني مشر قاضي افتخار احمد چوهدري تر تقاعدېدو وروسته ددغه هېواد د نوي مشر قاضي په توګه وټاکل شو.
افتخار چوهدري په ٢٠٠٥ م کال کې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرويز مشرف له خوا ددغه هېواد د مشر قاضي په توګه ټاکل شوى و ، چې بيا تر درې کالو وروسته په ٢٠٠٧م کال کې د پرويز مشرف له خوا په پاکستان کې د اضطراري حالت تر لګولو او د قانون تر ځنډونې وروسته افتخار چوهدري له يو شمېر نورو قاضيانو سره يوځاى پخپل کور کې نظربند کړاى شو، چې بيا وروسته د پاکستان د بېلابېلو ايالتونو د قاضيانو او د ځينو سياسي ګوندونو د اعتراضونو په لړ کې بېرته پخپلې دندې برحاله شول.
د پاکستان د قانوني چارو کارپوهان وايي، د افتخار چوهدري- چې د پخواني ديکتاتور ولسمشر متقاعد جنرال پرويز د حکومت په په پرځولو کې يې مهم رول لاره- په پاکستان کې د انساني حقوقو او د قضايي سيسټم د خپلواکۍ لپاره د ستاينې وړ کار کړى دى، چې دا به ددغه هېواد په تاريخ کې په زرينو تورو ليکل کېږي.
دوي همدا راز وايي، چې افتخار چوهدري د خپلې دندې په اته کلنه موده کې، په پاکستان کې د قانون د برلاسۍ لپاره ځينې مهمې پريکړې وکړې، چې ددغو پرېکړو له ډلې څخه يوه هم په ٢٠٢م کال د عدليې د سپکاوي په تور د پاکستان د هغه وخت د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د صلاحيت سلب کول و.
د پاکستان د عدليې او قضايي چارو د کارپوهانو د وينا له مخې، د پاکستان نوى قاضي القضات په داسې وخت کې سوګند پورته کړى، چې ددغه هېواد يو شمېر مهمې عدالتي قضيې د پرېکړو لار څاري.
راپور: ذبيح شفق