د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

امنیتي تړون د افغانانو په ورځني ژوند باندې اغیز کړی


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانانو په ورځني ژوند باندې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لانجې د اغیز په اړه یوه اوږده تحلیلي مقاله خپره کړې او په یوې برخه کې یي لیکي:

له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پیچلې او سختې لانجې نه یوازې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د راتلونکې په اړه اندیښنې راپورته کړې، بلکه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې یي د دې هېواد په اقتصاد ناوړه اغیز هم کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

له کومې ورځې چې جمهور رئیس کرزي د امنیتي تړون د ځنډولو خبره کړې، د افغانستان د اقتصاد په هره برخه کې باور منفې لوري ته روان دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، دا مهال په افغانستان کې د خوراکي موادو او تیلو بیې جګې شوې، بانکونو خلکو ته د پورونو ورکول ورو کړې او د هېواد په داخل کې د مسافرو هوایي تګ راتګ کم شوی دی.

دغه راز شخصي یا خصوصي پانګوونې په ټپه دریدلې دي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندید عبدالله عبدالله خبره راخیستي چې وایي:

"جمهور رئیس کرزی په دغه کار سره د افغانستان وخت ضایع کوي او ملت یي تاوان ورکوي.

بې اعتمادي او ناڅرګند حالت تر ټولو ناوړه حالت دی چې په هېواد حاکم شوی، په خاص ډول په داسې وخت کې چې موږ ضرورت لرو خپل پام مخکې تګ ته واړو."

نیویارک ټایمز لیکي:

جمهور رئیس کرزی وایې، دا امریکایان دي چې د افغانستان اقتصاد له منځه وړي.

جمهور رئیس کرزي د فرانسې لوموند ورځپاڼې سره مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، متحده ایالات تورن کړل چې د افغانستان د اقتصاد پر ضد یي یوه روحیاتې جګړه پیل کړې،
سوداګراو پانګوونې هڅوي چې له هېواده ووځي او د ۲۰۱۴ م کال د عواقبو په اړه افغانان بیروي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ بلي ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال هم د مسالې په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخه کې یی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي جیمز ډبنز د سې شنبې د ورځې خبرې راخیستی چې په واشنګټن کې یي د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وکړي.

جیمز ډبنز وویل، جمهور رئیس کرزی له اور سره لوبې کوي. ده په عین حال کې هیله څرګنده ګې چې امریکا او افغانستان به بالاخره امنیتي تړون لاسلیکوي او امریکایي عسکر به د څو راتلونکو کلونو لپاره په افغانستان کې پاته کېږي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سناتور رابرت مینندیز له کرزي څخه د خپلې حوصلې ختمیدل څرګند کړل او ویي ویل، د افغانستان مشر زموږ حوصله ازمایي او له ۲۰۰۱ کال راهیسي پرمختګونو ته ګواښ کوي.

ده وویل، دا په ښکاره ډول د امریکا د پوځ قرباینو او مالیه ورکوونکو امریکایانو ته سپکاوی دی او د افغانستان په ګټه عمل نه دی.
XS
SM
MD
LG