د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

ایا، ایران د کابل لپاره ښه انتخاب دی؟


په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور راتلونکې څيړي، د جمهور ریس حامد کرزي په مشرۍ حکومت هم ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدې مودې امنیتي همکاریو د بدیل موندلو لپاره غور کوي.

که په افغانستان کې د امریکا د راتلونکې په ارتباط په خبرو کې د (صفر انتخاب) یادونه کیږي، ایران ته د جمهور ریس کرزي وروستی سفر او هلته د اوږدې مودې د شراکت پر تړون خبرې څرګندوي چې؛ کابل پر دې انتخاب غور کوي.

جمهور کرزي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون د لاسلیک لپاره د امریکا د فشارونو په وړاندې مقاومت کړی دی.

امریکا هم دې ته په پام چې امنیتي تړون په نږدې وخت کې د افغانستان د امنیت لپاره مهم دي، د جمهور ریس کرزي غوښتنو ته ډيره توجه نه ده کړې.

تهران کولای شي چې؛ د افغانستان په اقتصادي، سیاسي او امنیتي حالاتو او په دې هېواد کې د سولې په روانه پروسه کې رول ولوبوي.

نو ایا، ایران د کابل لپاره ښه انتخاب دی؟

په کابل کې د بحرانونو د نړېوال سازمان لوی څيړونکی ګرامي سمیت وايي، کله چې د افغانستان د راتلونکي امنیت خبره مطرح کیږي، تهران هغه امتیازات کابل ته نه شي ورکولای چې امریکا یې د امنیتي تړون په بدل کې ورکولای شي.

د امریکا متحد ایالات به افغانستان ته د امنیتي تړون له مخې زرهاوو پوځي روزنکي استوي، څو د دې هېواد ملي امنیتي ځواکونه وروزي.

دا هېواد به همدا راز تر ۲۰۲۴ (میلادي) کال پورې افغانستان ته میلیاردونه ډالر پوځي او ملکي مرستې وکړي.

خو ګرامي سمیت زیاتوي، ایران کولای شي چې په اوږده موده کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د طالبانو سره د سولې په خبرو کې همکاري وکړي:

"ایران به د امریکا په پرتله، د افغانستان په اقتصادي او امنیتي وضعیت کې زیاتې ګټې ویني، نو دا چې جمهور ریس کرزی غواړي د خپل ګاونډي سره نږدې اړیکې ولري، د درک وړ خبره ده."

د افغانستان د جمهور ریس مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور ریس کرزي ایران ته په خپل وروستي سفر کې د کابل او تهران ترمنځ د(هراړخیزې دوستی او همکارۍ تړون) د لاسلیک په اړه خبرې وکړې.

ملګري ملتونه وايي، په ایران کې اوس مهال دوه میلیونه غیرقانوني افغان مهاجر ژوند کوي.

همدا راز، ایران اندیښنه لري چې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته په افغانستان کې د بې ثباتي زیاتیدل، پر دوي د غیر قانوني مهاجرینو فشار ډيرولای شي.

له افغانستانه د مخدرو موادو قاچاق بله مساله ده چې د ایران د حکومت اندیښنې زیاتولای شي.

رپوټونه وايي، جمهور ریس کرزي ایران ته په خپل وروستي سفر کې پر ټولو مسایلو چې د اندیښنې او پر دې هېواد د فشار سبب کیدلای شي، د ایراني چارواکو سره خبرې کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون په اړه د جمهور ریس حامد کرزي د سخت دريځ جدي ملاتړ کړی دی.

په فرانسه او کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد ازادي راډیو ته وویل، افغانستان ډیر وخت په بحران کې را تیر کړل او اوس هڅه کوي چې د ښه ګاونډیتوب یو نوی مثال ټینګ شي.

خو په واشنګټن کې د (Woodrow Wilson) په نړیوال مرکز کې د اسیا د جنوب د چارو څيړونکې، میشل کوګیلمن وايي، متحد ایالات پر ایران باور نه لري نو په اوږده موده کې په افغانستان کې به د ایران د رول پراختیا ښه احساس نه ورکوي:

"سره له دې چې اوس مهال کارونه سم بریښي، زه فکر کوم چې د ایران او امریکا اړیکي پيچلي دي، نو فکر نه کوم چې په اوږد مهال کې به امریکا له ایران سره د روغې په اړه ښه احساس ولري."

جمهور ریس حامد کرزی تهران ته په داسې حال کې تللی وو، چې د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې وو.

دې خبرې هم زیاتو سیاسي څيړونکو ته د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د راتلونکې په ارتباط پوښتنې پیدا کړې.

د ایران جمهور ریس حسن روحاني ویلي، د واشنګټن سره د امنیتي همکاریو تړون په اوږده موده کې د افغانستان په ګټه نه دی او ټوله سیمه بې ثباته کولای شي.

د ایران ولسمشر غوښتنه کړې چې افغانستان له امریکا سره دا تړون رد کړي.
XS
SM
MD
LG