د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۷

ډیری معلولین د کار له نشتوالي سر ټکوي


افغان چارواکي وایې، په افغانستان کې د ټولنیز خوندیتوب مسالې ته سمه پاملرنه کولی شي د کارموندنې او هم د معلولینو د ستونزو په هوارولو کې مثبت رول ولري.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیره وایي، د دولت په بودجه کې د ټولنیز خوندیتوب لپاره یوازې یو فیصد بودجه په پام کې نیول شوي چې؛ د دې په خبره دا فیصدي ډیره کمه ده.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د معلولینو او معیوبینو د ستونزو د حل لپاره یوازې د نړېوال کنوانسیون امضا کول کافي نه دي او باید د دغه کنوانسیون مواد په سمه توګه تطبیق شي.

په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون وګړي معلول دي چې؛ اکثره یې په جګړې کې معلول شوي.

نور حال له کابله د فریبا ظاهر په راپور کې اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG