د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د روسیې دا طرحه چې افغان پولیس به په خپله خاوره کې وروزي له دوی سره رسماً نه ده شریکه شوې.
د دې وزارت د مسوولینو په خبره چې پر دې موضوع دوی څېړنې کوي؛ خو که دغه طرحه د افغان ځواکونو په ګټه وه؛ نو دوی به یې ومني.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش ازادي راډیو ته وویل؛ د افغان حکومت ډیر تمرکز د پولیسو پر ښه روزنه دی.
“روسیې د افغان ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د روزنې لپاره لېوالتیا ښوولې؛ موږ دا وړاندیز څېړو که د افغان ځواکونو او خلکو په ګټه و، بېله شکه موږ یې منو، ځکه چې اوس موږ د افغان ځواکونو پر کیفیت ډیر تمرکز کوو؛ چې پورته یې کړو.
بېله شکه د افغانستان له سرحدونو دباندي روزنه زموږ د ځواکونو پر کیفیت اغېز لري."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې ویلي؛ له افغانستانه بهر ته متوجې ګواښونه دوی دې ته هڅوي؛ چې د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.
روسیه داسې وخت په خپله خاوره کې د افغان ځواکونو د روزنې خبره کوي، چې ټاکل شوې د راتلوونکي میلادي کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي ځواکونه ووځي.
د ناټو او امریکايي پوځیانو مسوولینو پخوا ویلي وو؛ چې په افغانستان کې به یې کمه اندازه سرتیري پاتې کیږي؛ چې یوزاې به روزنیز او ملاتړی رول ولري.
ښاغلي دانش وویل، همدا اوس په یو شمېر هیوادونو کې افغان پولیس روزل کیږي،؛ چې ډیره برخه یې په ترکیه، مصر او امریکا کي، د همدغو هېوادونو له معیارونو سره سم روزل کیږي.
د پوځي چارو پوهان وايي، افغان حکومت دې هغو هېوادونو ته د خپلو ځواکونو د روزنې اجازه ورکړي؛ چې بې له نا سم هدف او شرط څخه د افغان ځواکونو روزنې ته لېواله وي.
نورالحق علومي ازادي راډیو ته وویل؛ چې موږ ډېر امکانات نه لرو او باید دغسې وړاندیزونو څخه ګټه واخلو:
“که سیمه ییز او یا نور هېوادونه دي، چې غواړي له افغان ولس سره مرسته وکړي او افغان بچیان پر خپلو پښو دروي؛ دا که په هره ساحه کې وي، زموږ په ګټه ده، باید ګټه ځني واخیستل شي، ځکه موږ ډېر امکانات نه لرو.
دا پخوانۍ زمانه نه ده، چې د سړې جګړې په وخت کې ختیځ او لوېدیځ ضدي اړیکې درلودې؛ اوس ټوله د مثال په توګه د نړیوال ائتلاف لاس پرېوولونکي دي، چې په افغانستان کې سوله راولي."
له مخکینیو پرېکړو او پلان سره سم د افغان ځواکونو شمېر درې لکو او دوه پنځوس زرو ته رسیدلی دی چې؛ یو لک او ۵۵ زره یې ملي پولیس دي.
د افغان ځواکونو مالي او روزنیز ملاتړ د ناټو او امریکا له خوا کیږي.
خو اوس ناټو او امریکا د خپلو مرستو د دوام لپاره تر ۲۰۱۴ کال مخکې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کول مهم بللی.
راپور: معصوم میوند