که څه هم له دې وړاندې د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه له افغان چارواکو سره شکونه موجود وو؛ خو د سولې عالي شورا وایي، پاکستاني چارواکو اوس د سولې لپاره عملي اقدامات پيل کړي.
د دې شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزی وایي؛ پاکستان درک کړې چې، د افغانستان ناامنۍ دوی ته هم زیان اړوي؛ نو له همدې امله غواړي چې؛ وسله وال طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
ښاغلي ستانکزي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ :
"دواړه هیوادونه هغه وخت کولای شي؛ یو له بل سره اصلي همکاري وکړي چې اساسي ستونزې درک کړي، باید پوه شي چې د دواړو ګټې په څه کې دي؟
زما په فکر دا سیاسي اراده په پاکستان کې د جوړېدو په حال کې ده؛ افغانستان کې خو له پخوا نه دا اراده موجوده وه؛ دا اراده زما په نظر د عملي اقداماتو یو پیل دی."
ښاغلي ستانکزي وویل، پاکستان همداراز موافقه کړې چې؛ په خپله خاوره کې به د ترهګرۍ د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره هم اقدامات کوي.
ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې؛ د پاکستان له صدر اعظم نواز شریف سره یې تیره اونۍ په کابل کې په دې خبرې کړي چې؛ څنګه د سولې د ټینګښت روانو هڅو ته عملي بڼه ورکړل شي.
پاکستان څه باندې یوه میاشت وړاندې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په خاطر د طالبانو د رژیم دویمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر هم له بنده آزاد کړ.
خو ښاغلي ستانکزی وایي، ملا برادر تراوسه کاملاً آزاد نه دی؛ له یوې ناروغۍ څخه رنځ وړي او نه شي کولای په لنډ وخت کې د سولې لپاره کار وکړي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزی په سوله کې د ملابرادر د رول په اړه وایی:
"یو سړی نه شي کولای چې په تنهایي سره د افغانستان ټول مشکل حل کړي. یو شخصیت و، په طالبانو کې مهم سړی و، نو هغه څوک چې تراوسه په بند کې و، هغه خلاص شوی، یقیناً هغه وخت ته اړتیا لري؛ ترڅو د سولې لپاره کار وکړي."
که څه هم طالبانو تراوسه نه ده منلې چې له افغان دولت سره خبرو ته کښیني، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس په دې باور دی چې؛ طالبان هم د پردې تر شا د دې مینه وال دي چې؛ روانه جګړه ختمه شي:
"په افغانستان کې داسې څوک نشته چې ووایي؛ زه د سولې مخالف یم، اما خبره دا ده چې سیاسي سمبولیک موقفونه تر څو چې پرمختګ نه وي هر چېرې موجود وي، په ټوله دنیا کې د سولې د پروسو خصوصیت دا دی چې؛ په عامه توګه هر سړی په خپل موقف ټینګ ولاړ وي؛ خو د تړلو دروازو شاته خلک په دې بحث کوي چې څنګه دا بن بست سره مات کړي؛ طالبان هم که داسې نه وي هم به خدای او هم به خلکو ته ملامت شي."
پاکستان له څو کلونو راهیسې ژمنه کوي چې په طالبانو کې به له خپل موجوده نفوذ څخه د افغانستان په ګټه کار اخلي.
دا چې د افغانستان د سولې د ټینګښت په برخه کې به د نواز شریف او د ده د حکومت پيل شوې هڅې څه وخت نتیجه ورکړي؛ اوس یې په اړه څه ویل ګران دي.
راپور: اسدالله لودین