د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو تنظیمونکي وایي چې؛ ناوړه امنیتي وضعیت، د څارونکو کمښت او د مالي سرچینو نیمګړتیاوې د راتلونکو شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چې؛ د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو غوندې درغلي په کې تکرار نه شي، د دوی هڅې له زیان سره مخ کړي دي.
د رویترزخبری اژانس د راپورله مخې که بل ځلې انتخابات هم له پراخو درغلیو سره مله وي، نودا به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې د امریکا او د دې هیواد د متحدینو د ډموکراسۍ د پیاوړتیا پرهڅو بل ګذار وي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي؛ د انتخاباتو اساس د تخنیکي مسایلو له کبله سم نه دی ایښودل شوی او زیاته کړه چې، موږ یولړ اقداماتو ته اړتیا لرو ترڅو وکولی شو؛ د څارونکو په ذریعه دغه پروسه تضمین کړو.
د رویترز په وینا لویدیځو هیوادونو چې د افغانستان پرجګړې یې په سلګونو میلیارډ ډالر لګولي او د طالبانو د فعالیتونو په مخنیوي کې هم پاتې راغلي؛ د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په نسبت د ملګروملتونو له هغه صندوق سره چې راتلونکي انتخابات تمویلوي؛ د کمو نغدي مرستو ژمنه کړې ده.
د ملګروملتونود ارقامو له مخې دا مرسته د مخکینیو مرستو یوپردرېیمه برخه ده.
ملګروملتونو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر ویلي چې؛ د انتخاباتو لپاره د بودجې د کمښت یوعلت دا دی چې؛ له هغو وسایلو چې د مخکینو انتخاباتو لپاره اخیستل شوي؛ بیا کار اخیستل کیدای شي او دغه راز کمو بهرنیو څارونکو ته هم اړتیا ده.
د انتخاباتو د کمیسیون مشریوسف نورستانی وایي؛ بهرنیو څارونکو لوړې تنخواوې اخیستې او داځل به یې شمېر کم وي او ټول کارونه به په خپله افغانان سرته رسوي.
خو د رویترز په وینا، واقعیت بل ډول دی او د انتخاباتو راتلونکې ډیره هیله بخښونکې نه ده.
د ملګروملتونو او د افغان سرچینو په حواله د انتخاباتو چارواکي ډیر په فساد کې ښکیل دي او حتی هغوی چې وایي؛ خپله خپلواکې به وساتي، که هڅه وکړي چې، د درغلیو مخه ونیسي ښایي ژوند یې له خطرسره مخامخ شي.
په داسې حال کې چې پنځه میاشتې انتخاباتو ته پاتې دي؛ ویل کیږي د انتخاباتو لوړپوستونه تراوسه خالي دي.
د امنیت خرابوالی د انتخاباتو په وړاندې یوه بله لویه ستونزه ده. داسې اندیښنې موجودې دي چې، ښایي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څه باندې دریمه برخه سیمې دومره خطرناکې وي چې؛ د رایې ورکولو مرکزونه به له سره پکې خلاص نشي.
خو د افغانستان امنیتي چارواکي وایي؛ د ډاډمنو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یې هراړخیزپلان ترتیب کړی او هڅه به وکړي چې؛ دغه انتخابات د امن په فضاکې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانوانتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶ ترسره شي.