د ولسي جرګې ځینو غړو د شنبې په ورځ د جرګې په یوه مرستیال تور ولګاوه چې د الکټرونیکي تذکرو د څرنګوالي په اړه یې د ولسي جرګې د پریکړې په اړه مشرانو جرګې ته غلط مکتوب لیږلی دی.
د جرګې ځینو غړو اعتراض کاوه چې، په الکترونیکي تذکرو کې د ځینو کلمو د درجولو په اړه، د ولسي جرګې د لوی اکثریت پرېکړه په دوو مکتوبونو کې په دوو بڼو مشرانو جرګې ته استول شوې ده.
دوی ویل په دې مکتوب کې د جرګې دوهم نایب صالح محمد سلجوقي خپله شخصي سلیقه شامله کړې او بیا یې مشرانو جرګې ته لیږلی دی.
دوی ویل، پریکړه شوې وه چې، په الکترونیکي تذکرو کې یوازې د افغان او اسلام د کلیمې ذکرکول کافي دی او د مختلفو قومونو لیکل په کې ضروري نه دی.
د جرګې غړي کمال ناصر اصولي په داسې حال کې چې د مسالې په هکله یې د ولسي جرګې د پرېکړې او د اصلي او بدل شوي مکتوبونو کاپي ګانې جرګې ته وښودې، ویې ویل، دا یو خیانت او د ولسي جرګې پرېکړو ته سپکاوی دی او عامل یې باید ځواب ووایي:
"دغه مکتوب د سلجوقي صاحب په امضاء مشرانو جرګې ته تللی دی. سلجوقي صاحب ما او تا چې په دفتر کې ناست وو، درته مې وویل چې قضیه تصویب شوه او تا وویل، هو، تصویب شوه، نو له هغې وروسته دی بیا دوه بیل بیل مکتوبونه مشرانوجرګې ته استولي دي.
له اداري هیات څخه هیله ده، دا د افغانستان موضوع ده، په دې کې خیانت کول، جواز نه لري او عامل یې باید څارنوالۍ ته معرفي شي."
ښاغلي سلجوقي چې د جرګې په عمومي غونډه کې حاضر و؛ په دې اړه یې څه ونه ویل.
په تیر یوه کال کې په ملي شورا کې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په طرحه تاوده او لانجمن بحثونه شوي دي.
مشرانو جرګې شاوخوا لس ورځې مخکې دا طرحه تصویب کړه او د الکترونیکي تذکرو د چاپ حکومتي طرحه یې تایید کړه.
د دې طرحې له مخې د الکترونیکي تذکرو په سر کې لیکل شوي چې؛ د افغانستان د تابعیت تذکره او د یوه کس د ملیت، قومیت او دین ذکر په کې نه کیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ د هر وګړي په اړه دا ټول جزیات د معلوماتو په مرکز یا ډیټابیس کې ثبتیږي.
د جرګې معترضو غړیو ویل؛ که د ولسي جرګې مکتوب په غلطه بڼه مشرانو جرګې ته نه وای استول شوی؛ دا پرېکړه یې نه کوله.
د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د جرګې له غړو څلور تنه وګمارل؛ څو د جرګې په دارالانشاء کې د جرګې پرېکړه او د مکتوبونو اصلي بڼه ترلاسه کړي:
"محترم کټوازی صاحب، عثماني صاحب، غفاري صاحب، منګل خور او نجرابي صاحب دې په دارالانشاء کې دا مکتوب او د ولسي جرګې پرېکړه وپلټي او موږ ته دې راوړي."
دا چې پر دې مکتوب به څه ډول څیړنه کیږي او په هکله به یې څه پرېکړه کیږي دا به د ولسي جرګې په راتلونکو غونډو کې معلومه شي.
راپور: خان محمد سیند