د ناټو په مشرۍ د ناټو ځواکونه وايي، د هغې هوايي حملې په اړه به تحقیقات وکړي چې هلمند ولایت کې یې یو ماشوم وژلی.
ناټو نن هغه راپورونه تایید کړل چې وايي د هلمندولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي حمله کې یو دوه کلن ماشوم وژل شوی. ناټو په یوه بیان کې ویلي چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي. بیان زیاتوي چې نړیوال ځواکونه په هوايي حملو کې د ملکي وګړو پر هرراز تلفاتو خواشیني دي.
ولسمشرحامدکرزي پرون دا برید چې د چارواکو په وینا یو دوه کلن ماشوم یې وژلی او دوه ښځې یې ټپيانې کړې دي په کلکه وغانده. د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي دي چې دا برید تېره ورځ سهار د ګرمسېر ولسوالۍ په فقیران کلي کې وشو.
بیان د ښاغلي کرزي له قوله لیکي چې وايي، په داسې حال کې چې مشورتي لویې جرګې د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي، دفاعي تړون تایید کړی، دا حمله ښيي چې امریکايان د افغانانو ژوند او د لویې جرګې پرېکړو ته درناوی نلري. افغان ولسمشر ټینګار وکړ، ترڅو چې پر افغانانو د بهرنیو ځواکونو دا ډول ظلمونه روان وي له امریکا سره امنیتي موافقه به لاسلیک نشي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل دا ملکي تلفات د هغه برید نتیجه وه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی:
”تېره ورځ یوولس نیمې بجې شاوخوا د ګرمسېر ولسوالۍ په میان پشته سیمه کې د فقیرانو په کلي کې، په هغه ځای کې چې زیارتونه نژدې دي د آیسف ځواکونو بې پیلوټه الوتکې کله چې لومړنی هدف ولي، په یوه کور کې لګېږي چې په ترڅ کې یې د رفیع الله په نوم یوکلن ماشوم چې د آغاسلام زوی دی په شهادت رسېږي او دوې مېرمنې چې یوه یې ډېره شدیده زخمي ده او یوه چې حالت یې اوس یوڅه ښه دی دواړه زخمیانې کېږي“
ځواک زیاتوي چې د بې پیلوټه الوتکې په دې برید کې اصلا د وسله والو طالبانو یو قوماندان په نښه شوی و، چې وروسته په یوه بله حمله کې ووژل شو:
”وروسته چې بې پیلوټه الوتکې دوهم هدف ولي تقریبا په درې سوه مترۍ کې دوهم هدف لګېږي، په هغه ځای کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان چې د ملانظرګل یا مولوي نظرګل په نوم باندې یادېږي کې له مینځه ځي“
د ناټو په مشرۍ آیسف ځواکونه هم وايي، په دې برید کې هغه وسله وال په نښه شوی و، چې پر موټرسایکل ګرځېده، خو د ناټو بیان نه دي ویلي چې دا برید د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی.