د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۱

صرافان: د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډ د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه کړې


د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کېدو ځنډیدل، د دې سبب شو چې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې منشي محمد هاشم روضه یي ازادي راډیو ته وویل؛ دې مسالې په اقتصاد او د افغانیو په ارزښت تاثیر کړی دی:

"د افغانیو د خرابېدو علت دا دی چې، د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کېدل وځنډیدل. دا د اقتصاد پر ټولو خواو بد تاثیر لري.

دا تړون که لاسلیک نه شي؛ د پانګو وتل به پیل شي او خلک پر کارو فعالیت کم کړی؛ خلک هیله مند چې د دې تړون له لاسلیک کېدو سره دا ستونزه اواره شي."


که څه هم له کابو درې اوونیو راهیسې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو نرخ په مسلسله توګه مخ په لوړېدو دی. خو له مشورتي لویې جرګې وروسته ډالره لا لوړ شول.

د پنجشنبی په ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایي ډالر په اته پنځوس اعشاریه څلویښت افغاینو بد لیده.

کابل ښاریان هم له دې حالت اندیښمن دی او له همدې امله خوراکي مواد هم ګران شوي دي او تجارت اغیزمن شوی دی.

دوه تنو کابل ښاریانو ازادي راډیو ته وویل:

"۱- یوکارګر په ورځ کې دوه درې سوه افغانۍ مزدوري کوي؛ خو په مارکیت د موادو بیې دومره زیاتې شوي چې؛ کفایت ورته نه کوي، خلک په وروستیو څو ورځو کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.

۲- ډالر چې پورته شوی پر هر څیز یې تاثیر کړی؛ خوراکي او غیرخوراکي مواد ټول ګران شوی؛ زه د تیارو جامو څرخوونکی یم، د بیو له لوړیدو سره مې سودا په ټپه ولاړه ده."


که څه هم مشورتي لویې جرګې له امریکا سره امنیتي تړون تایید کړ؛ خو لاسلیک کولو ته یې ولسمشر حامد کرزي داسې شرایط وړاندې کړي چې؛ امریکان وايي، په لنډ وخت کې نه شي پوره کېدای.

ولسمشر ویلي چې تر څو چې د سولې په پروسه کې پرمختګ ونه شي؛ دا تړون له امریکا سره نه لاسلیک کوي.

بل خوا د افغانستان بانک چارواکي وایي؛ د ډالرو بیه په دې وروستیو کې د نورو هیوادونو د اسعارو به بدل کې هم لوړه شوې ده.

د دې بانک مرستیال خان افضل هډه وال وايي؛ د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو لوړېدل موقتي پېښه ده او تدابیر یې نیولي چې، په مارکیټ کې د اسعارو بیې کنټرول کړي.

ښاغلي هډه وال ازادي راډیو ته وویل چې خلک دې ډاډه اوسي موږ د ډالرو بییه کنټرولوو:

"خلک دې ډاډه اوسي، موږ پوهیږو چې په هېواد کې څومره افغانۍ په ګردش کې دي؛ موږ یې کنټرولوو.

د دې لپاره چې له یوې خوا د حکومت لګښتونه پوره کړو او له بلې خوا د بهرنیو اسعارو بیې کنترول کړو، تدابیر ورته لرو.

هره اوونی ډالر مارکیټ ته وباسو او افغانۍ اخلو، تېره اوونۍ مو شپیته میلیونه ډالره بازارته عرضه کړل؛ دا لړۍ دوام لري، په تدریجي شکل به له دې ستونزو مخه ونیسو."


هډه وال داهم وویل، د ډالرو بیه د سیمې د نورو هېوادونو په نسبت د افغانیو پروړاندې ډیره لږه پورته شوې ده.

په وروستیو لسو کلونو کې لیدل شوي چې؛ یو ډالرله پنځوسو څخه نیولې تر دوه پنځوس او درې پنځوس افغانیو پورې تبادله شوی؛ خو د الومړی ځل دی چې، د افغانیو پر وړاندې دې حد ته لوړیږي.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG