د پاکستان صدراعظم نوازشريف د شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي چې؛ له افغان چارواکو سره د سولې پر بهير خبرې وکړي.
د پاکستان صدراعظم نوازشريف په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې؛ پاکستاني چارواکو درې نور طالب مشران خوشې کړل.
پاکستان وايي چې، د افغانستان د سولې په بهير کې د اسانتيا د راسوتلو لپاره مرستې ته تيار دی او افغان طالبان يې هم په همدې لړ کې خوشې کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ويندوي "اعزاز احمد چودري" په وينا ښاغلي شريف به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د نورو طالبانو د خوشي کولو او د سولې د بهير په اړه وږغېږي.
نوازشريف، چې د جون په مياشت کې د پاکستان صدراعظم غوره شو؛ د شنبې په ورځ کابل ته ځي.
تر دې مخکې ده د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د اګست په مياشت کې په اسلام اباد او دغه راز د بريتانيا د صدراعظم په بلنه په لندن کې کتلي وو.
د "ډي. پي. اې" خبري اژانس د راپور له مخې يوه افغان چارواکي وويل چې؛ د ښاغليو کرزي او شريف د خبرو تمرکز به د طالبانو له مشرانو سره د خبرو د امکان په برابرولو کې د پاکستان پر مرستې وي.
افغان طالبانو په ځلونو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو مخالفت کړي.
کابل له اسلام اباده مرسته غوښتي چې؛ له طالبانو سره د دوی د خبرو د پيلولو لاره اواره کړي؛ ځکه چې د دې ډلې مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي او پاکستان پرې اغېز لري.
کرزي روانه اوونۍ مشورتي لويې جرګې ته ويلي وو؛ چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.
نوازشريف وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې؛ هېواد يې يو شمېر نور مهم طالب بنديان خوشي کړل.
ملا عبدالاحد جهانګيروال، ملا عبدالمنان او ملا يونس د پاکستان له لوري تازه خوشي شوي طالب بنديان دي.
جهانګيروال د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا عمر سلاکار او ياور و، عبدالمنان د هلمند والي و، خو يونس قومندان پاتې شوي دي.
دا کسان يوازې څو ورځې وروسته له دې خوشې شول چې؛ د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي پاکستان ته لاړ او هلته يې له ملا عبدالغني برادر او يو شمېر نورو طالبانو سره وليدل.