د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

پاکستان درې نور طالب مشران خوشې کړي


راپورونه وايي، چې د پاکستان حکومت له خپلو زندانونو څخه درې نور جګپوړي طالب مشران خوشې کړي دي.

راپورونه د پاکستان د امنيتي مسوولينو د وينا له مخې ليکي، چې ددغه هېواد حکومت د سه شنبې په ورځ د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر سلاکار ملا عبدالاحد جهانګيروال په ګډون درې جپګوړي طالب مشران خوشې کړي دي.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، چې دغه طالب مشران يې په افغانستان کې د سولې د روانې پروسې د پرمختيا او پياوړتيا په هدف خوشې کړي او په وينا يې، خوشې شوي طالب مشران کولاى شي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي."

د پاکستان حکومت د ملا محمد عمر د سلاکار ملا عبدالاحد جهانګير وال په ګډون د افغان طالبانو مشران په داسې حال کې خوشې کړي، چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا يو جګپوړي پلاوي پاکستان ته د خپر سفر پر مهال ددغه هېواد د صدراعظم نواز شريف په ګډون له يو شمېر نورو جګپوړو چارواکيو سره کتلي وو.

د پاکستان حکومت په تېرو څو مياشتو کې د افغان طالبانو د دويم درجه مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون ډېرى طالب مشران له بنده خوشې کړي .

دغه حکومت وايي، " طالب مشران مو د افغانستان د حکومت او ددغه هېواد د سولې د عالې شورا په غوښتنه ددې لپاره خوشې کړي، ترڅو د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه واخلي او له افغان دولت سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي."

خو د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې ترڅو پورې پاکستان افغان طآلبان افغان حکومت ته نه وي سپارلي او يا يې تر څارنې لاندې وي، هغوى د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول نه شي لوبولاى.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د ملا عبدالغني برادر تر خوشې کېدو وروسته ويلي وو، چې نوموړى لا هم د پاکستان د استخباراتي ادارې د مامورينو تر څارنې لاندې دى او نشي کولاى چې له نورو طالب مشرانو سره وګوري.

خو د پاکستان حکومت په دې اړه ويلي وو، چې ملا برادر يې په پاکستان کې دننه خوشې کړى دى او کولاى شي، چې د خپلې کورنۍ په ګډون له هر چا سره په خپلواکه توګه وويني.

ياده دې وي، چې افغان ولسشمر حامد کرزي روان کال د اګست په ٢٦مه نېټۀ پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ددغه هېواد له حکومته غوښتي وو، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دې ورسره رښتينې مرسته وکړي او په خبره يې: د سيمې سوله او ثبات، د افغانستان په سولې او ثبات پورې تړاو لري.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG