د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې عمومي غونډه همدې موضوع ته ځانګړې شوې وه.
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرحه څه باندې دوه میاشتې وړاندې د ځینو تعدیلاتو په راوستو سره د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه.
له ډیرو بحثونو وروسته د افغانستان مشرانو جرګې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړه د حکومت له خوا برابره شوې طرحه تصویب کړه.
د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کې ترټولو اختلافي مورد شپږمه ماده وه چې؛ ځینو سناتورانو ویل چې، په الکترونیکي تذکرو کې دې د افغان د کلمې ترڅنګ قومونه هم ذکر شي.
خو د مشرانو جرګې یوشمېر نورو غړو بیا د حګومت د طرحې سره موافق وو او ویل یې چې په الکترونیکي تذکرو کې دې د افغان کلمه او قومونه ونه لیکل شي، بلکې دا معلومات دې د کورنیو چارو وزارت په اړونده اداره کې ثبت شي.
په دې اړه د سه شنبې په ورځ د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار د حکومت د طرحې په اړه د سناتورانو د نظریو په اړه رايه ګیري وکړه چې؛ په نتیجه کې د حکومت طرحه تصویب شوه.
"اوس راځو رایې اخیستنې ته، هغه کسان چې د حکومت پلوي کوي؛ سور کارټ او څوک چې د کمیسیون پلوي کوي؛ شین کارت دې پورته کړي، په تېره ماده کې د حکومت طرحه تصویب شوه چې؛ تخلص هم په کې نشته دین هم نشته او ملت هم نشته، په مجموع کې قانون تصویب وو.
څه مو چې وکړل، څه چې حکومت ویلي، سمه ده، هغه هرڅه چې حکومت ویلي، هرڅه چې حکومت ویلي ټول تایید شول."
د حکومت د طرحې له مخې په الکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمه او قوم نه ذکر کیږي. خو له دې څخه وړاندې د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونه وړاندیز کړی و؛ چې په الکترونیکي تذکرو کې دې د افغانستان ټولو وګړو ته افغان ولیکل شي.
تردې وړاندې په ولسي جرګې کې په الیکترونکي تذکرو کې د قوم د لیکو او نه لیکلو پر سر د اختلافاتو له امله ډیرې ناندرۍ ووهل شوې او د نفوسو د احوال د ثبت د قانون پرطرحې بحثونو هم ډیر دوام وکړ.
د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون طرح اوه فصله اونهه دیرش مادې لري.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې؛ د الکترونیکې تذکرو ګټې ډیرې دي له تقلب او درغلیو څخه مخنیوي کوي او د رایو ورکولو د کارتونو پرځای هم کارول کیږي.
ولسي جرګې او مشرانو جرګې تردې وړاندې د قوانینو پر ځینو طرحو چې په اړه یې د دې جرګو ترمنځ اختلافات پیدا شوي؛ ګډ کمیسیون جوړ کړی، ترڅو د حل یوه مناسبه لاره ورته ومومي.
یوشمېر سناتورانو ویل چې، دا ځل هم ښایي د دواړو جرګو ترمنځ ګډ کمیسیون جوړ او پراختلافي ټکو سلا مشوره وکړي.
راپور: مرضیه احمدزۍ