بېګا شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د شيعه مسلمانانو په سيمه کې دوې چاودنې شوې؛ چې په نتيجه کې يې اته تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه په کې ټپيان شوي دي. د چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.
د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې تېره شپه پرله پسې دوې چاودنې وشوې؛ چې شاوخوا دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چاودنه د "انچولي" په نامه سيمه کې وشوه؛ چې اکثره اوسېدونکي يې شيعه مسلمانان دي. د کراچۍ د پوليسو مشر جاويد اوډو رسنيو ته وويل چې؛ بم په يوه ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوى و؛ چې په چاودلو سره يې ورڅېرمه دوکانونو ته هم تاوان ورسېد:
"لومړۍ چاودنه ډېره زوروره وه چې؛ غږ يې تر لرې ځايونو پورې لاړ، دويمه چاودنه په يوه موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکيو موادو له امله وشوه چې؛ وزن يې درې نيم څلور کيلوګرامه و؛ دا چاودنه د يوه هوټل مخ ته شوې، تر اوسه نه شو ويلاى چې دا پلان شوې پېښه وه که نه؛ خو د محرم د مياشتې له امله په سيمه کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، احتمال و، چې ډېر تاوان يې اړولى واى، تر اوسه پورې پينځه تنه په کې وژل شوي او اتلس ټپيان شوي دي."
په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان سمدستي د کراچۍ ښار عباسي شهيد روغتون ته يووړل شول. په وژل شويو کسانو کې د پاکستان د شخصي ټلويزون "جيو" يو پخوانى مرستيال پروډيوسر "سالک علي جعفري" هم شامل دى. په چاودنه کې له شاوخوا شل تنو ټپيانو څخه څلور ماشومان هم شامل دي او د پېښې اکثره قربانيان شيعه مسلمانان دي.
چاودنې ور څېرمه ولاړو موټرو، يوه هوټل، د سګريټ پان يوه دوکان او کورونو ته هم زيانونه اړولي دي. د چاودنې ځاى ته نيژدې د يوه کور اوسېدونکى وايي:
"کور ته ډېر تاوان ورسېد، خو په کور دي اور پورې شي، چې ټول بچې مې خداى بچ کړل، د خداى شکر دى، کور او شيان به جوړ شي څه اړتيا هم ورته نه لرو؛ خو خداى فضل وکړ چې مېرمنې او کوچنيو بچېانو ته مي تاوان ونه رسېد."
په کراچۍ ښار کې له تېرو څو کلونو راهيسې امنيتي حالات خراب دي او په دې ښار کې وخت په وخت په هدفي پېښو کې خلک وژل کېږي، همدارنګه ګڼ شمېر چاودنې هم پکې شوې چې د ا کثرو مسووليت د پاکستان د وسلوالو طالبانو غورځنګ منلى، خو دا پېښه- چې د شيعه مسلمانانو په سيمه کې وشوه- يوه ځانګړې پېښه ده.
د پاکستان صدراعظم نوازشريف پرون په اسلام اباد کې دې ته ورته د فرقه ييز تاوتريخوالي په اړه وويل چې؛ کوم ملاامامان په مسجدونو کې خلک جګړو ته پاروي؛ بايد پر ويناوو يې بنديز ولګېږي:
"د لوړ ږغ له ګوياوو يا سپيکرونو چې ناسمه استفاده کېږي؛ د فرقه ييز تاوتريخوالي، ترهګرۍ او افراطيت لپاره چې کار ورڅخه اخيستل کېږي دا ټول سپيکرونه بايد بند شي؛ چې سپيکرونو دا ډول استفاده کېږي بيا موږ څنګه حکومت کوو، د دې د مخنيوي لپاره بايد ايالتي حکومتونه سمدستي قوانين جوړ کړي."
د وروستيو مالوماتو له مخې په چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر اوو تنو ته رسېدلى او شاوخوا پينځويشت تنه ټپيان يې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، خو مسووليت يې تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى. د شيعه مسلمانانو اتحاديې مجلس وحدت المسلمين د چاودنو په خلاف درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.
راپور: بارکوال مياخېل - پاکستان